کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ ډایریکټر بست له منځه لاړ او رییس احمدزی بېرته د ۱۹ کلنو روزونکی شو
رییس احمدزی او حامد شینواری

د کرکټ ډایریکټر بست له منځه لاړ او رییس احمدزی بېرته د ۱۹ کلنو روزونکی شو

شاوخوا یو کال وړاندې د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکی رییس احمدزی د کرکټ ډایریکټر وټاکل شو، چې دا بست نوی په کرکټ بورډ کې رامنځته شو، خو اوس د یو کال تېرېدو وروسته یاد بست بېرته لغوه شو او رییس احمدزی یو ځل بیا د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکی وټاکل شو.

رییس احمدزي په خپله فېسبوکپاڼه کې په دې اړه لیکلي: ((څرنګه چې د نوولس کلنو نړیوال جام رانېږدې کیدونکی دی. د کرکټ بورډ مشرتابه پرېکړه وکړه چې د نوولس کلنو نړیوالو جام لپاره برابر او وړ ټیم چمتو کړی.))

هغه زیاتوي: ((له ما غوښتنه وشوه د نوولس کلنو لوبډلې ملي روزونکی شم چې ما په ورین تندي ومنله او هرکلی مې یې وکړ. محترم اجرایه رئیس حامد شینواری نه مننه چې په ستاینلیک یې ونازولم. پریکړه وشوه چې کریکټ ډاریکټر پوسټ به له منځه وړل کېږي.))

هغه لیکي: ((وروسته له دې به زه د جونیر (۲۳) او د نوولس کلنو ملي لوبډلې کوچ وم. زه د کرکټ بورډ له مشرتابه مننه کوم چې په ما یې اعتمد وکړ او دغه دروند مسوولیت یې زما په اوږو راکیښود. زما ټول کوشش به دا وي چې د نوولس کلنو یوه پیاوړې لوبډله جوړه او هیواد ته لا ډیرې بریاوې راوړم.))

خو د کرکټ ډایریکټر بست د څه لپاره جوړ شوی و؟ ضرورت یې څه و؟ ګټې او لاسته راوړنې یې څه وې؟ اوس ولې بېرته له منځه وړل کېږي او اوس ولې د ګټې وړ نه دی؟ په دې اړه خو نه کرکټ بورډ څه ویلي دي او نه هم رییس احمدزي څه ویلي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …