کورپاڼه / اسلام / هغه حدیث شریف چې په اورېدو به مو غونی ځیږ شي

هغه حدیث شریف چې په اورېدو به مو غونی ځیږ شي

حضرت علي رضي الله عنه روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې زما په امت کې پنځلس ډوله ګناهونه پیدا شي، نو بیا پرې عذابونه او بلاګانې نازلېږي.

پوښتنه وشوه چې هغه څه ډول ګناهونه دي، نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لومړی دا چې غنیمت او بیت المال خپل شتمني وګڼل شي. یعنې د مستحقو خلکو مال شتمنو خلک خپل وګڼي او عیش او عشرت پرې وکړي.

دویم دا چې امانت د غنیمت په ډول وخوړل شي. دریم دا چې زکات ورکول تاوان وګڼل شي. یعنې زکات ورکونه په نه زړه سره ترسره شي.

په یو حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه کوي، هغه قوم چې زکات نه ورکوي نو الله تعالی به پرې قحطي راولي. څلورم دا چې سړی د خپلې ښځې فرمانبردار شي.

پنځم له خپلې مور سره بد چلند او نافرماني کول. شپږم له خپل سره دوکه او نفرت کول. یعنې له ملګرو سره بې تکلفي او له والدینو سره تکلف کول. که وګورو نو دا او دې ته ورته ټول ګناهونه زموږ په ټولنه کې ورځ تر ورځې ډېرېږي نو رب دې موږ ترې په امان لري.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …