کورپاڼه / روغتيا / د خوراک کولو هغه عادت چې عمر مو لنډوي

د خوراک کولو هغه عادت چې عمر مو لنډوي

د انسان په ژوند کې ځینې داسې عادتونه هم وي چې د چاغښت سبب کېږي او په دې سره د انسان عمر لنډوي، چې په دې لړ کې ترټولو لویه تېروتنه یا ناوړه عادت ژر، ژر خوراک کول دي، خو انسان باید ورو، ورو خوراک وکړي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې هیڅکله باید په بیړه او تېزۍ سره خوراک ونه شي او په دې ډول د غذایي توکي د بدن برخه نه ګرځي، نو اړینه ده چې خواړه باید ډېرو ورو او په صبر سره وژول شي او بیا وخوړل شي.

دغه راز که چېرته دغه ناوړه عادت پرېنږدو نو د وخت په تېرېدو سره د چاغښت شکل غوره کوي، چې د شکر د ناروغۍ سبب هم کېږي او ترڅنګ یې د سینې د سوخت، د زړه د ناروغیو او د فلج په څېر د خطرناکو ناروغیو خطر ډېروي.

بل لوري ته د خوړو ژوول ډېر مهم عمل دی، یعنې خواړه چې په کومه اندازه ښه وژول شي، په هماغه اندازه د هضم لپاره آسانه او په انرژۍ بدلېدل یې غوره وي. خو که چېرته خواړه ښه ونه ژول شي نو ښه نه هضمېږي او د بدن انرژي ضایع کوي.

دا چې یوه نومړۍ باید څو ځلې وژول شي، په دې اړه تر اوسه پورې واضحه شمېره نه ده ښودل شوې خو لږ تر لږه یوه نوړۍ باید له پنځه ویشتو تر څلویښت ځلو پورې وژول شي. همدغه راز که چېرته ورو خوراک وشي، نو خوند به یې هم ډېر وي او د خېټې د پړسوپ ستونزه به هم نه وي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …