کورپاڼه / هنر او کلتور / راکي ساونت: مور مې ویل کاش! له پیدایښت سره مړه شوې وې

راکي ساونت: مور مې ویل کاش! له پیدایښت سره مړه شوې وې

د بالیووډ لانجمنه اداکاره او د بیګ باوس په څوارلسم پړاو برخه اخیستونکې راکي ساونت وایي، فلمي صنعت ته د راتګ پرېکړې زه له خپلې کورنۍ بېله کړم.

راکي ساونت له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په بېلابېلو جنجالونو کې له نښتو وروسته مې مور وویل چې کاش! له پیدایښت سره سمه مړه شوی وای.

نوموړې وایي چې زما ټوله کورنۍ حتی تره مې هم بد کاره بولي، مور مې راسره خبرې نه کولې او د پلار جنازې ته یې هم نه وم غوښتی. راکي ساونت زیاتوي چې له کور څخه تښتېدل او فلمي صنعت ته تګ زما لپاره یواځینۍ ټاکنه وه، نن ورځ به مې پلار پر ما ویاړي، شکر دی چې ما دغه پرېکړه وکړه، خو کورنۍ مې تر اوسه راسره لېده، کاته نه کوي.

راکي ساونت وایي چې اوس مې مور راسره ډېره نږدې ده، یو وخت داسې هم و چې زما د ژوند کولو له طرز، طریقې بېزاره ول، یو وخت داسې هم و چې مور به مې ویل چې دا جنجالونه څه شی دی؟ کاش! له پیدایښت سره مړه شوې وې.

نوموړې وایي دا هغه وخت و کله چې مې له میکا سینګ سره جنجال کړی و او پلار مې مور وهلې وه. ما مې مور ته وویل چې بالیووډ ته په داخلېدو به څوک راته تاج پر سر کړي، ما کوښښ کولو ته پرېږدئ، آزادي راکړئ، زه خو څه د امیتاب یا انیل کپور لور نه یم او نه د کوم غوره ښوونځي زده کوونکې یم.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …