کورپاڼه / خبرونه / د انګلستان درې لوبغاړي او څلور اداري غړي په کورونا اخته شوي

د انګلستان درې لوبغاړي او څلور اداري غړي په کورونا اخته شوي

د انګلستان د کرکټ بورډ (اي سي بي) د راپور له مخې ویل کېږي، چې درې لوبغاړي او د لوبډلې څلور غړي یې د کورونا په وایروس اخته شوي.

دوی وایي چې د حکومتي قوانینو له مخې به دوی درې واړه لوبغاړي او څلور غړي کرنتین کړي او د لوبډلې نور لوبغاړي به هم د څار لاندې ونیسي.

دا په داسې حال کې چې د انګلستان لوبډله د پاکستان لوبډلې سره درې یوه ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې لري او ټاکل شوې ده چې دغه لوبې به د روانې جولایۍ میاشتې په اتمه نیټه ترسره شي.

که څه د انګلستان کرکټ د لوبغاړو نومونه نه دي څرګند کړي، خو ویل کېږي چې بین سټوکس بېرته لوبډلې ته راځي او ددغې لوبلړۍ لوبډلمشري به په غاړه ولري.

د انګلستان د کرکټ بورډ مشر ټام هیریسن وایي چې دوی هڅه کوي چې ډېر ژر د پاکستان سره د سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړی او ترڅنګ له بین سټوکس څخه مننه کړې، چې بېرته راستون شو او د لوبډلمشرۍ مسولیت یې په غاړه واخیست.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …