کورپاڼه / روغتيا / په ماشومانو کې د سر او ملا د دردونو لاملونه

په ماشومانو کې د سر او ملا د دردونو لاملونه

ډېری ماشومان د بېلابېلو لاملونو په سبب په سر او ملا کې د درد احساس کوي، خو پوښتنه داده چې ددې درد لاملونه څه دي او درملنه یې کیدلی شي؟ په اوسني دور کې د ملا او سر درد په ماشومانو او په نوو بالغو ځوانانو عامې ستونزې دي، چې لوی لاملونه درانه کارونه، د ښوونځي درنده بکسه او د موبایل ډېر استعمال دی.

که څه هم ماشومان په دې کیفیت اخته کیدلی شي خو ډېر وخت دغه درد د کوم جدي ناروغۍ نښه نه ګڼل کېږي. بلکې په دماغو کې د کیمیاوي بدلونونو، عصبي او د ویني شریانونو، د غاړې او د سر د عضلو له فشار سره تړاو لري.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په ماشومانو کې د سر او ملا دردونه د هغوی ذهني او بدني روغتیا اغېزمنوي، نو ماشومانو ته باید د هغوی د وزن مطابق لس سلنه وزن لرونکې بکسه ورکړل شي.

دوی وایی که چېرته له دې ډېره وزن لرونکې بکسه ورکړل شي نو د ملا تیر ته زیان رسوي. دغه راز په ګونډو د لیپ ټاپ ایښودل او کمپیوټر ته تر ډېره کېناستل هم د یادو دردونو لوی لاملونه دي.

روغتیایي کارپوهان زیاتوي چې د ماشومانو له بدني ناروغیو څخه د ژغورنې لپاره اړینه ده چې والدین او ښوونکې یې تعلیمي او غیر تعلیمي فعالیتونو ته پام وکړي او تر ډېره باید ناستې ته مجبور نه شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …