کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې د ځانګړي ښکاره کېدو لپاره یې د پوزې او ګوتې قرباني ورکړه

هغه شخص چې د ځانګړي ښکاره کېدو لپاره یې د پوزې او ګوتې قرباني ورکړه

نړۍ د جالبو او حیرانونکو شیانو کور او هر شخص په دې هڅه کې دی چې له نورو ځانګړی دې ښکاره شي، چې په دې لړ کې یو برازیلي شخص چې ځانته (انساني شیطان) هم وایي، خپله ګوته او پوزه هم پرې کړه.

څلور څلویښت کلن مایکل فارو ډو پراډو له دې وړاندې څو ځلې عملیات ترسره کړي او ډېرې روپۍ مصرف کړي. هغه په ټول بدن حتی په سترګو هم ټاټو جوړ کړی، په خوله کې یې د فیل په څېر غاښونو ایښي، پر سر یې ښکرونه لګولي، پوزه یې هم پرې کړې او اوس یې کوچنۍ ګوته هم قربان کړه.

مایکل هڅه کوي چې له ځان څخه شیطان جوړ کړي نو ځکه خو یې خلک هم انساني شیطان ګڼي. نوموړی له پنځه ویشت کلونو را په دېخوا پخپل بدن ټاټو جوړوي او ټول بدن یې له ټاټو او رنګونو څخه ډک کړی.

اوس یې د فیل په څېر د سپین زرو غاښ ایښی او یوه منځنۍ ګوته یې هم پرې کړې. دغه راز د هغه ښځه کارول هم له چا کمه نه ده هغې هم د خپل خاوند کې خپل بدن ته بدلون ورکړی.

څو میاشتې وړاندط مایکل د خپلې پوزې نرمه برخه بالکل پرې کړ او په دې سره د نړۍ دریم شخص وګڼل شو. هغه دغه خطرناک کار د شهرت لپاره ترسره کړ او ټینګار کوي چې له نورو ځانګړی وبریښي او تل به خپل ظاهري جوړښت ته بدلون ورکوي.

د مایکل میرمن له هغه سره مرسته کوي چې په بدن کې ورته بدلون راولي او د پوزې او ګوتې د پرې کولو پرمهال یې د درد ضد درمل کارولي ول او له هغې وروسته له درد سره عادي شوی.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …