کورپاڼه / ليکنې / د نکاح پرمهال هغه دودونو چې په شریعت کې نه دي ثابت شوي

د نکاح پرمهال هغه دودونو چې په شریعت کې نه دي ثابت شوي

ځینې کسان خپله لوستي وي خو نکاح په مولویانو باندې تړي. صحابه کرامو به د خپلو اولادونو نکاح پخپله تړله، نو آیا نکاح کول دومره ستونزمن کار دی چې په دې برخه کې دې له مولویانو کار واخیستل شي.

دویمه ستونزه داده چې د نکاح تړلو پیسې ورکول کېږي او په اسلام کې پیسې اخیستل نه دي ثابتې شوي. دا د نیکۍ کار دی څه د غره کېندل نه دي چې په بدل کې یې مزدوري ورکړل شي.

دغه راز په نکاح کې په زوم کلمه لوستل کېږي او موخه یې دا وي که چېرته شرک یا کفر کړی وي نو دا به ورته د توبې حیثیت غوره کړي خو په ناوې بیا کلمه نه لوستل کېږي لکه هغې چې بېخي ګناه نه وي کړي.

ځینې کسان بیا د تلفظ یا د کلمو د ادا کولو ستونزه لري او کله چې پکې تېروځي نو کېسه پسې ګډه کړي چې زوم ته خو کلمه نه ورځي او شل او زر نور ټاپې ورباندې لګول کېږي.

بله ستونزه داده کله چې د ایجاب او قبول لپاره څوک لېږل کېږي، هغوی باید د ناوې محرم وي او د ناوې ترمخ به د زوم نوم اخیستل کېږي او ترڅنګ به یې د مهر په اړه یادونه کېږي او دلته ستونزه داده چې ذکر شوي ټکي په نظر کې نه نېول کېږي.

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …