کورپاڼه / هنر او کلتور / جیکي شرف: یوه ورځ مې میرمنې له بدمعاشانو وژغورلم
Jackie-Shroff-wife-Ayesha

جیکي شرف: یوه ورځ مې میرمنې له بدمعاشانو وژغورلم

د بالیووډ په فلمونو کې د بدمعاش رول لوبونکی اداکار یا هنرمند جیکي شرف وایي چې یو ځل یې میرمنې له بدمعاشانو څخه ژغورلی و.

جیکي شرف چې د اداکار انیل کپور ځوان او فیټ دی په یوه تلویزوني خپرونه کې یې د خپلې میرمنې عایشه شرف د بهادرۍ یا زړورتیا کېسې کړي دي.

د تلویزوني خپرونې پرمهال له نوموړي کوربه راګوو پوښتنه کوي چې آیا تاسې د خپلو میرمنو څخه وېرېږي نو جیکي شرف او ملګري اداکار سنیل شیټي ورته په هو سره ځواب وایي.

جیکي شرف وایي چې:((زما خو یوازې نوم دادا، نور تل له خپلې میرمنې څخه وېرېږم او یوځای خو زما میرمنې بدمعاشانو ته سخت وهل ورکړي ول.))

نوموړی وایي چې یوځای د هغه او ملګري ترمنځ یې جنجال راپورته شو او هلته یو لوی بدمعاش ددې لپاره رابلل شوی ترڅو موږ ووهي. دا وخت ما خپله میرمن په لومړي ځل ولېدله چې یو څوک وهي او د هماغه راهیسې له خپلې میرمنې ډارېږم.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …