کورپاڼه / جالب / هغه موټر چلونکی چې تر اتلس کلونو پورې هارن نه دی وهلی

هغه موټر چلونکی چې تر اتلس کلونو پورې هارن نه دی وهلی

پر سرکونو له موټر سایکل څخه نېولې د بس تر چلونکې پورې هر یو په نه خبره هارنونه وهي او په مصروف لارو او ښارونو کې یې شور له زغمه وتی دی، خو په دې لړ کې یو هندوستاني موټروان بیا اتلس کاله هارن نه دی وهلی او جایزه یې هم ګټلې.

په هند کې د بسونو او ټرک موټر چلونکې د اړخونو د ښېښو پرځای له هارنونو څخه ګټه پورته کوي او په هند کې بیا دومره ګڼه، ګوڼه ده چې موټرې څنګ په څنګ روان وي او د هارنونو یو شور یې جوړ کړی وي.

پر سرکونو د هارنونو د شور په دې ککړ چاپیریال کې یو داسې موټروان هم شته چې له اتلسو کلونو راهیسې یې هیڅ هارن نه دی وهلی او منلې یې هم ده چې په دې لړ کې یې جایزه ترلاسه کړې.

دغه موټروان چې دیپک داس نومېږي، له دې وړاندې د ډېرو مشهور اشخاصو موټر چلونکې پاتې شوی او طبله غږونکې پنډت تنمویی بوس، ګیتار غږونکې کنال هم د نوموړي هارن نه وهل ستایلي دي.

دیپک داس غواړي چې نور موټر چلونکې هم باید ورته کړنه ترسره کړي او هارن دې ډېر نه وهي او کله چې مسافر ورته د هارن وهلو ووایي نو هغه ورته په ځواب کې وایي چې هارن د ستونزې حل نه دی.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …