کورپاڼه / خبرونه / ارجنا رانا ټونګا: سریلانکا ته د هند دویمې لوبډلې لېږل سپکاوی دی
راهول ډریویډ، شیکر دهون او ارجنا رانا ټونګا

ارجنا رانا ټونګا: سریلانکا ته د هند دویمې لوبډلې لېږل سپکاوی دی

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د ۱۹۹۶ کال نړیوال جام ګټونکې لوبډلې لوبډلمشر ارجنا رانا ټونګا سریلانکا ته د هند د دویمې لوبډلې په ورتګ نیوکې کړې دي او دا یې د سریلانکا لپاره سپکاوی بللی دی.

نوموړی وايي، چې سریلانکا ته د هند کرکټ بورډ له خوا د دویمې لوبډلې ورلېږل او د سریلانکا کرکټ بورډ له خوا یې کوربه توب کول د سریلانکا لپاره سپکاوی دی.

نوموړی وايي، چې د ویراټ کوهلي، روهیت شرما او جسپریت بومرا په څېر د هند مهم لوبغاړي په لوبډله کې نشته او د سریلانکا کرکټ بورډ ورسره بیا هم منلې ده، دا له سپکاوي کمه نه ده.

د ارجنا رانا ټونګا د دغه نیوکو په ځواب کې بیا سوریا کمار یادو په ویډیويي خبري کنفرانس کې وویل، چې موږ دلته د کرکټ لپاره راغلي یو او په دې اړه فکر نه کوو، چې خلک څه وايي. هغه وايي چې موږ د سیالیو لپاره په چمتووالي بوخت یو او هیله من یم چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به ښې لوبې ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې هند کرکټ بورډ سریلانکا ته د شیکر دهون په مشرۍ لوبډله لېږلې ده، چې ډېر ځوان لوبغاړي هم پکې شامل دي، بلخوا د هند بله لوبډله د ویراټ کوهلي په مشرۍ په انګلستان کې ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …