کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه چې پر ما یې باور وکړ

راشد خان: د افغانستان له کرکټ بورډ څخه مننه چې پر ما یې باور وکړ

راشد خان وروسته له هغې چې نن ورځ د کرکټ بورډ له لورې د شل اوریزو لوبو د کپتان په توګه وټاکل شو، له کرکټ بورډ څخه یې مننه کړې او ویلي یې دي، مننه چې پر ما یې باور وکړ.

راشد خان له دې وړاندې ویلي ول چې هغه نه غواړي چې د لوبډلمشرۍ مسولیت په غاړه واخلي او ټول پام به خپلو لوبو ته کوي، خو نن ورځ د کرکټ بورډ لوبډلمشر ونومول شو.

نوموړي پخپل فیسبوک اکونټ لیکلي:((زه په دې باور یم چې د یوې لوبډلې کپتان او مشر چې څومره ښه وي، لوبډله یې هم هماغومره ښه وي.‌ افغانستان او د افغانستان ویاړلي بیرغ ماته د راشد خان نوم رابخښلی دی.))

راشد خان زیاتوي چې:((د شلو اوریزو لوبو لپاره د کپتان په توګه زما نوی مسئولیت دا دی چې د خپل هېواد او خپلې لوبډلې لپاره په یو بل ظرفیت کې خدمت وکړم. د افغانستان د کرکټ بورډ څخه مننه چې پر ما یې باور وکړ او دا مسئولیت یې راوسپاره.))

راشد خان په اخر کې وایي چې دا مسولیت به په ګډه ترسره کوي او د افغانستان د کرکټ د ښه والي لپاره هڅه کوي، ترڅو مخ پر وړاندې لاړ شي او اخر کې لیکلي چې ستاسو د ټولو له ملاتړ او پیرزوینو څخه مننه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …