کورپاڼه / جالب / په ګول ګپو مینه نجلۍ د واده په ورځ هم په ګول ګپو سنګار شوې
ناوې او ګول ګپې

په ګول ګپو مینه نجلۍ د واده په ورځ هم په ګول ګپو سنګار شوې

ډېر افغانان هم د ګول ګپو مینه وال دي، خو که د هند خبره وشي، نو هلته خو په هره کوڅه کې د ګول ګپو کراچۍ لیدل کېږي او خلک یې هم ډېرې خوري، چې په ټوله نړۍ کې ګول ګپې د هند په نوم مشهورې دي.

خو ښايي د ګول ګپو یا د هېڅ ډول خواړو لپاره تاسې د چا دومره مینه نه وي لیدلي، لکه په لاندې ویډیو کې چې هغه ناوې لیدلی شئ، چې له ګول ګپو سره لېونۍ مینه لري.

په ټولنیزو رسنیو کې دا ویډیو لاس په لاس کېږي، چې ناوې پکې د ګول ګپو تاج په سر کړی دی، همدا راز په غاړه کې یې د ګول ګپو امېل هم اچولی دی او د طلا په توګه یې هم له ګول ګپو څخه ګټه پورته کړې ده.


په ټولنیزو رسنیو کې د دې ویډیو له خپرېدو وروسته پرې خلکو هم بېلا بېل غبرګونونه ښکاره کړي دي. یو کس ورته لیکلي دي، چې ښځې په ګول ګپو له حده زیاتې مینې دي او یو بل لیکلي دي چې په واده کې د ګول ګپو کلتور زیاتېدل ښه خبره ده.

که څه هم تراوسه پورې په دقیق ډول داسې څه نه دي ویل شوي، چې دا ګول ګپې دغه ښځې ته به بل چا اچولي او که یې په خپله اچولي دي، خو له ویډیو داسې ښکاري چې ښځه له ګول ګپو سره ځانګړې مینه لري.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …