کورپاڼه / خبرونه / اصغر افغان هم راشد خان ته مبارکي ورکړه
راشد خان او اصغر افغان

اصغر افغان هم راشد خان ته مبارکي ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان هم راشد خان ته د افغانستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ټاکل کېدو باندې مبارکي ورکړې ده.

اصغر افغان په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې له راشد خان سره یو ګډ عکس خپور کړی دی او لیکلي یې دي: ((ډېر قدرمن ملګري او غښتلي ملي اتل راشد خان ته دې د شل اوریزې ملي لوبډلې د کپتانۍ اعزاز مبارک وي.))

هغه زیاتوي: ((راشد خان نه تنها د دې هېواد بلکې د نړۍ له غوره لوبغاړو شمېرل کېږي او ګران هېواد ته یې بې شمېره ویاړونه راوړي دي. که خدای کول د نوموړي تر کپتانۍ لاندې به د ګران افغانستان د بریاوو لړۍ همداسې روانه او مداومه وي.))

د یادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ څو اونۍ وړاندې اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لیرې کړ او د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لپاره یې حشمت الله شهیدي کپتان وټاکه، خو د شل اوریزو لوبو کپتان ټاکل پاتې و.

اوس تازه کرکټ بورډ راشد خان د افغانستان د شل اوریزو لوبو کپتان وټاکه او همدا راز نجیب الله ځدراڼ یې ورسره بیا د مرستیال کپتان په توګه غوره کړ.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …