کورپاڼه / هنر او کلتور / د هند مشهور اداکار دلیپ کمار (یوسف خان) مړ شو

د هند مشهور اداکار دلیپ کمار (یوسف خان) مړ شو

د هندي سینما مشهور او لیجینډ اداکار دلیپ کمار، چې خپل نوم یې یوسف خان و، د ۹۸ کلونو په عمر کې نن سهار مړ شو او خپل روح یې حق ته وسپاره.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د ممبۍ د هندوجا روغتون ډاکټر جلیل پارکر چې د دلیپ کمار درملنه یې کوله، د هغه د مړینې خبر تایید کړی دی.

دليپ کمار ٧

دلیپ کمار چې خپل نوم یې یوسف خان و، په ۱۹۲۲ کال کې د دسمبر په لومړۍ نېټه په پېښور کې زېږېدلی و، چې له هغه وروسته ممبۍ ته لاړ.

دلیپ کمار په ۱۹۴۴ کال کې هندي فلمونو ته مخه کړه او په ډېر لږ وخت کې یې ډېر نوم پېدا کړ، هغه د هندي سینما لومړنی اداکار و، چې دغه سینما ته یې نوی نوم ورکړ او د جذباتو او احساساتو له لارې یې داسې اداکاري کړه، چې اوس د هغه فلمونه د هند کلاسیک فلمونه ګڼل کېږي.

دليپ کمار ٥

هغه ته د هند حکومت له خوا سترې جایزې ورکړل شوې وې، چې پدما بوشن او پدما ویبوشن پکې شاملې دي، همدا راز د پاکستان حکومت ورته د نشان امتیاز جایزه هم ورکړې وه او له دې پرته یې د فلم فیر جایزې ۸ ځل او د دادا صاحب پالکی جایزه هم ترلاسه کړې وه.

دليپ کمار ٣

دلیپ کمار د پارلمان غړی هم پاتې شوی. هغه په دې وروستیو کې د زیات عمر له امله د ډېرو ناروغیو سره مخ شوی و او څو ورځې وړاندې هم په روغتون کې بستر شوی و، چې بیا روغ او کور ته رخصت شو، خو یو ځل بیا په روغتون کې بستر شو، چې نن د ۹۸ کلونو په عمر کې مړ شو.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …