کورپاڼه / خپلواک / نغمې منګل په چيغو چيغو وژړاوه
نغمه او منګل

نغمې منګل په چيغو چيغو وژړاوه

خپلواک وېبپاڼه (۱۶ نومبر ۲۰۱۹): رښتيا خبره ده چې عاشق له خپلې معشوقې او ميين له خپل جانان نه هېڅ وخت نه شي ليرې کېدای، چې دا خبره اوس منګل هم ثابته کړه.

د پښتو ژبې د نامتو او ښايستې سندرغاړې پخوانی خاوند منګل، چې د دواړو ترمنځ څه موده مخکې طلاق شوی و، تېره ورځ په يوه ټلويزيوني خپرونه کې په چيغو چيغو وژړل.

هغه دغه خپرونه کې خپل ځينې شعرونه وايي، چې د وروستي شعر پر مهال يې ساه بندېږي او په چيغو چيغو ژاړي، چې دغه ويډیو يې په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس شوې ده.

نغمه او منګل چې سره څه وخت مخکې بيل شو، نو له هغه وروسته بيا منګل په خپله يوه مرکه کې بېرته د نغمې ډېره يادونه کړې وه او په هغې پسې يې خپل خپګان ښکاره کړی و، تېرو ورځو کې د نغمې يوه نوې سندره (ربابي ملنګه راشه) هم خپره شوې ده، خو هغې خپل پخوانی ملنګ (منګل) په ژوندۍ خپرونه کې په خپلو يادونو وژړاوه.

د نغمې او منګل د واده ډېر کلونه تېر شوي و، دواړه د پښتو ژبې نامتو سندرغاړي دي چې ډېری وخت يې ګډې سندرې هم ويلي دي او همدا راز سندرې يې په هر هغه ځای کې اورېدل کېږي، چېرته چې په پښتو ژبه خلک پوهېږي.

په ټولنيزو رسنيو کې هم دا موضوع لاس په لاس شوې ده، د يوسفزي په نوم یو کس نغمې ته په اشارې ليکلي دي، چې سړی دې ډېر کړولی دی، د نر اوښکې په اسانه نه راځي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې ليکي، د شعر ويلو خت کې يې ستونی بغض ونيو. ځينې واقعيتونه خپله ځان ښيي، د لومړي ځل لپاره مې منګل دغه حالت کې وليدلو، د عشق درد يې په خبرو کې فرارې وهي. انسان بايد ترحم ولري، ښځو ته وايم دا ځينې تاسو هم خورا بې رحمه مخلوق ياست.

خو ليکوال او سياسي شنونکي عصمت قانع هم بيا په دې تړاو ليکل کړي دي او وايي چې نغمه به څه وي چې منګل وژړوي. هغه وايي چې منګل نغمې نه دی ژړولی، بلکې د پښتنو دغه حالت ژړولی دی چې اوس هم ورته هنرمند ډم ښکاري او په سپکه ورته ګوري.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …