کورپاڼه / جالب / حیرانوونکې ادعا: هغه سیمه چې فضایي مخلوق پکې سلګونه پسونه ښکار کړي

حیرانوونکې ادعا: هغه سیمه چې فضایي مخلوق پکې سلګونه پسونه ښکار کړي

د فضایي مخلوق د شتون په اړه دوه ډوله نظریې موندل کېږي، یوه ډله یې وایي چې په کایناتو کې هیڅ ډول فضایي مخلوق نشته او بله دا بیا ادعا کوي چې دوی فضایي مخلوق تښتولي. په ځانګړي توګه په دې وروستیو کې دریو بریتانوي میرمنو ادعا کړې چې فضایي مخلوق تښتولي.

او اوسمهال د بریتانیې یو بل اوسیدونکې حیرانوونکې ادعا کړې. د ډيلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شخص کارل نیلی نومېږي او هر وخت په دې هڅه کې وي چې فضایي مخلوق ولټوي او د فضایي مخلوق د چارو کارپوه ورته ویل کېږي. نوموړی وایي چې فضایي مخلوق تر اوسه پورې په بریتانیه کې په سلګونه وري یا پسونه ښکار کړي.

کارل نیلي وایي چې فضایي مخلوق دغه کار په تېرو څو کلونو کې ترسره کړی او د وریو یا پسونو بدن په داسې ټیکنالوژۍ سره څیرې کوي چې په نړۍ کې نشته او پولیس او بزګران حیران دي چې دغه پېښه څه ډول رامنځته کېږي.

نوموړی وایي چې په بریتانیه او ایرلینډ کې له شپږ سوو ډېر مړه شوي پسونه معاینه کړل او دې پایلې ته ورسېد چې دا کړنه د فضایي مخلوق ده. ځکه په داسې ډول څېرې شوي چې هغه ډول ټیکنالوژي له انسانانو سره نشته او د پسونو ژبې هم پرې شوې وې.

راپور زیاتوي چې کارل نیلی او ملګریذیې ډرموټ بټلر ادعا کوي چې دوی پر ځمکه فضایي مخلوق لېدلی او دا یې هم ویلي چې په نیلي رنګه فضایي بېړۍ کې راغلي ول.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …