کورپاڼه / روغتيا / د یو روغ یا صحت مند انسان د پېژندلو نښې، نښانې

د یو روغ یا صحت مند انسان د پېژندلو نښې، نښانې

یو روغ او صحت مند انسان هماغه دی چې متحرک یا فعال وي او هر کار په پوره انرژي سره کوي. په دې اړه روغتیایي کارپوهان وایي چې د صحت مند ژوند تېرولو لپاره اړین ده چې تا متحرک واوسو او ورزش یا قدم وهنه د ژوند برخه وګرځوو. دوی د یو صحت مند انسان څو عادتونه ذکر کړي چې دلته به ترې یادونه وکړو.

له لوږې سره سم خوراک کول: که چېرته تاسې له لوږې سره سم خوراک کوئ او له نظم او اعتدال څخه کار اخلئ نو تاسې یو روغ او صحت مند انسان یئ.

د غذایي توکو لرونکې خواړه: که چېرته تاسې خوندور او بېلابېلو خواړه خورئ او په بازاري توکو او ورېژو بسنه نه کوئ او ترڅنګ یې له خوږو شیانو او مشروباتو څخه ډډه کوئ نو دا هم د ښې روغتیا څرګندونه کوي.

د زینو استعمال: روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته د یوې لوړې ودانۍ په څو منزله زینو پرته له ځنډه خېژئ او پورته له ختلو سره ښه وئ نو تاسې په بدني توګه روغ او صحت مند انسان یئ او ورځني فعالیتونه په سمه توګه ترسره کوئ.

د جذباتو احساس کول: د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې کله ناکله غوسه کېدل عام وي او خپګان هم عادي ګڼل کېږي او ترڅنګ شور او اندیښنه کول هم ستونزه نه ګڼل کېږي او دا ټول شیان د ښه صحت نښې ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …