کورپاڼه / جالب / هغه شخص چې په یو وخت یې له ۵۰ ډېر موبایلونه غلا کړل

هغه شخص چې په یو وخت یې له ۵۰ ډېر موبایلونه غلا کړل

په بریتانیه کې پولیسو د موبایلونو یو چالاکه غل سره له ثبوته نېولی. دغه غل له یو کانسرت له پنځوسو ډېر موبایلونه غلا کړي ول او د جامو لاندې یې پټ او په دې ډول وړل.

راپورونو وایي دغه شخص د رومانیې اوسیدونکی دی، ایلین مارین نومېږي او د برمنګم په یو غټ کانسرت کې یې ګډون کړی و.

راپور زیاتوي چې دغه شخص تنګ لباس اغوستی و او له هغه کسانو یې په ډېر مهارت سره موبایلونه غلا کړل چې په نڅا کولو بوخت ول او له غلا وروسته یې د کور لار ونېوله.

لکه څنګه چې په دې کانسرت کې پولیسو هم ګډون کړی و او له تېر کال راهیسې ورته د موبایلونو د غلا شکایتونه راتلل، چې په همدې ډول یې د هغه شا ونېوله او کور ته د تګ پرمهال پخپل موټر کې ونېول شو.

راپورونه وایي چې ډېره هیله شته چې ایلین مارین، یعنې د موبایلونو غل به، د غلا کولو په جرم د دریو کلونو بند سزا وویني.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …