کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: که ښځې د شېدو چاکلیټ وخوري، نو وزن او د وینې شکر به یې کم شي

څېړنه: که ښځې د شېدو چاکلیټ وخوري، نو وزن او د وینې شکر به یې کم شي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته هره ورځ د شېدو چاکلیټ وخوړل شي، نو په دې سره د وزن ډېرېدو امکانات زیاتېږي.

خو د همدې څېړنې له مخې دا هم ثابته شوه چې په ښځو کې د دوی د ځانګړو ورځو وروسته که چېرته د سهار پرمهال په مناسبه اندازه د شېدو چاکلیټ استعمال شي، نو په بدن کې یې د وازدې په ختمولو کې مرسته کوي.

څېړنه زیاتوي چې په دې سره یې په وینه کې د شکر اندازه هم کمېږي او په دې سره یې د زړه د ناروغیو مخنیوی کېږي او دغه څېړنه د برمنګم او مورسیا پوهنتون څېړونکې ترسره کړې.

دوی د خپلې څېړنې په پایله کې په نوولسو میرمنو څېړنې ترسره کړې او د حیض یا میاشتنۍ ناروغۍ وروسته یې په سهار یا د شپې پرمهال ورته د شېدو چاکلیټ ورکړل.

او له پایلو یې ترلاسه کړه، که چېرته ښځې له میاشتنۍ ناروغۍ وروسته د شېدو چاکلیټ استعمال کړي نو د بدن اضافي وازده یې اوبه کوي. ددې څېړنې پایلې په (فسیب) ژورنال کې خپرې شوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …