کورپاڼه / جالب / د اتیا میلونه کاله پخواني شارک غاښ موندل شوی

د اتیا میلونه کاله پخواني شارک غاښ موندل شوی

اسرایلي لرغون پېژندونکو د بیت المقدس د ډیویډ ښار په ۲۹۰۰ کاله پخوانۍ څنډه کې د شارک ماهي خښ شوي غاښونه موندلي دي.

راپورونه وایي چې دغه موندنې د بیت المقدس په ډیویډ ښار کې ترسره شوي او د شارک ماهي غاښونو د فوسل شکل خپل کړی و.

دغه له رازونو ډک غاښ یا ژامه په مجموعي توګه د نهه ویشتو غاښونو لرونکې ده. په دې اړه ویل کېږي چې دغه غاښونه اتیا میلونه کاله عمر لري، چې له ډیناسور څخه هم پخواني ګڼل کېږي.

څېړونکې وایي دغه د شارک ماهي غاښونه یې د دښتې له هغه ځای څخه لږ تر لږه پنځوس میلع لېرې ترلاسه کړي، چې د موندل کېدو هیله یې کېدله.

لرغون پېژندونکو په دې نظر دي چې ممکن دغه فوسل د حضرت عیسی علیه السلام له پیدایښت څخه وړاندې دور کې دې ښار ته لېږدول شوي وي او له هماغه راهیسې به خښ شوی پاتې وي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …