کورپاڼه / هنر او کلتور / کرن جوهر بیا فلم جوړونه پیل کړه او له رنویر سینګ او عالیه بټ سره یې د فلم جوړونې اعلان وکړ

کرن جوهر بیا فلم جوړونه پیل کړه او له رنویر سینګ او عالیه بټ سره یې د فلم جوړونې اعلان وکړ

د بالیووډ مشهور فلم جوړونکې کرن جوهر پنځه کاله وروسته بېرته د فلم د لارښوونکې په حیث راستون شو او اعلان یې وکړ چې له رنویر سینګ او عالیه بټ سره به یوځای فلم جوړوي.

هندي فلم جوړونکې کرن جوهر د ټولنیزې رسنۍ پر ویبپاڼه ټویټر ټویټ کړی او په دې یې اعلان کړی چې هغه د نوي فلم لپاره اداکاران کاسټ کړي.

 

کرن جوهر په ټویټ کې ویلي چې د کاسټ په مرسته به دغه کېسه نوره هم راته په زړه پورې شي، زما د نوې فلم له کاسټ او د (راکي اینډ راني کي پریم کهاني) فلم کورنۍ وګورئ، چې په ۲۰۲۲ کال به د سینما په پرده څرګند شي.

کرن جوهر په دې فلم کې ټول شامل کسان د هیش ټیګ په مرسته پخپل ټویټ کې خپاره کړي، چې مرکزي رول به پکې رنویر سینګ او عالیه بټ ترسره کړي او ترڅنګ به یې درمندر، جیا بچن او شبانه اعظمي هم کار شاملې وي.

 

د یادولو وړ ده چې کرن جوهر د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۶ کال د (ای دل هی مشکل) فلم کې لارښوونه کړې وه او په هغې فلم کې رنبیر کپور، انوشکا شرما او ایشوریا رای مرکزي رول لوبولی و.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …