خپلواک وېبپاڼه (۱۶ نومبر ۲۰۱۹): د هند او بنګله دېش ترمنځ لومړۍ ټېسټ سيالي په دریمه ورځ پای ته ورسېده چې هند پکې په يوه پاڼۍ او ۱۳۰ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه.
د هند او بنګله دېش ترمنځ د دوه ټېسټ سیاليو لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر په ۱۴مه نېټه د هند په انډور کې پيل شوه. د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
بنګله دېش په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۰ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل، چې مشفيق الرحيم ۴۳، مومن الحق ۳۷ او ليتون داس ۲۱ منډې ترلاسه کړې.
د هند له لوري محمد شامي ۳، ايشانت شرما، يومېش يادو او روي چندرن اشوين ۲-۲ ويکټې ترلاسه کړې.
هند بيا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې ماينک اګروال ۲۴۳، اجينکی ريهانی ۸۶، رويندرا جډيجا ۶۰ ناسوځېدلې او چيتيشور پوجارا ۵۴ منډې ترلاسه کړې.
هند ۴۹۳ منډې کړې وې او ۶ لوبغاړي يې سوځېدلي و، چې خپله لومړۍ پاڼۍ يې ډيکلير يا ختمه کړه او تر بنګله دېش يې ۳۴۳ منډې برتري ترلاسه کړه.
بنګله دېش په خپله دويمه پاڼۍ کې د لوبې په دریمه ورځ ۲۱۳ منډې وکړې او ټولې ويکټې يې له لاسه ورکړې چې په دې سره يې له هند نه په يوه پاڼۍ او ۱۳۰ منډو لوبه وبايلله.
د بنګله دېش لپاره په دويمه پاڼۍ کې مشفيق الرحيم ۶۴، مهدي حسن مرزا ۳۸ او ليتون داس ۳۵ منډې وکړې. د هند لپاره محمد شامي ۴، روي چندرن اشوين ۳، یومېش يادو ۲ او ايشانت شرما ۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ماينک اګروال ته ورکړل شوه.
د هند او بنګله دېش ترمنځ به دويمه ټېسټ سيالي د نومبر له ۲۲مې تر ۲۶مې نېټې پورې د هند په کلکته کې ترسره کېږي.
د يادولو ده چې دا لوبې د کرکټ نړيوالې شورا د ټېسټ سياليو چېمپينشپ لوبې دي، چې هند پکې شپږ ټېسټ لوبې کړي او په شپږ واړه لوبو کې يې بريا خپله کړې ده چې ۳۰۰ نومرې لري او تر نورو ټولو لوبډلو مخکې ده. تر هند وروسته نيوزيلېنډ او سريلانکا دي چې دواړه لوبډلې ۶۰-۶۰ نومرې لري.