کورپاڼه / جالب / د هند هغه اوسیدونکی چې پخپله اوږده ژبه رسامي او لیکل کوي

د هند هغه اوسیدونکی چې پخپله اوږده ژبه رسامي او لیکل کوي

په هند کې یو شل کلن زده کړیال د ۱۰.۸ سانتي میترو ژبې په درلودلو سره، ترټولو اوږد ژبی شخص کېږي او په حیرانوونکې توګه هغه پخپله ژبه له رسامۍ پرته لیکل هم کولی شي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه شل کلن شخص د تامل ناډو اوسیدونکې دی او د انجینرۍ په برخه کې زده کړې کوي. دغه شخص د شخصیت له پلوه ډېرې لږې خبرې کوي او ټول پام یې خپلو زده کړو او په ژبې سره رسامۍ ته کولو ته اړولی.

د پراون په نوم دغه شخص له خپلې اوږدې ژبې څخه د بد اخلاقۍ اړوند ګټه نه اخلي، بلکې د یو برش په توګه ترې ګټه اخلي او کله چې ورسره قلم نه وي نو د ژبې په مرسته لیکل کوي.

پراون ادعا کوي چې هغه د ګنیز په ریکارډونو کې تر اوسه پورې ترټولو اوږده ژبه دده ده، ځکه هغه شخص چې ترټولو اوږده ژبه لري د هغه ژبه ۱۰.۱ سانتي میتره او د نوموړي بیا ۱۰.۸ سانتي میتره ده.

پراون هیله څرګنده کړې چې هغه د ګنیز ادارې پر وړاندې پخپله اوږده ژبه رسامي او لیکل کوي او له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ریکارډ په جوړولو کې ورسره مرسته کوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …