کورپاڼه / روغتيا / ځیګر د شکر په ناروغۍ کې څه ډول رول لوبوي؟

ځیګر د شکر په ناروغۍ کې څه ډول رول لوبوي؟

د شکر د ناروغۍ له تشخیص وروسته د انسان د ژوند په طرز، طریقه په څرګند ډول بدلون واقع کېږي او ډېری وختونه د ابتدایي وېرې یاهم د ژور خپګان شکل هم اختیاروي.

د سویلي اسیا په هیوادونو کې د شکر د ناروغۍ ترټولو لوی لامل د بدن د کاربوهایډریټو ډېروالی په ګوته شوی او کاربوهایډریټ هغه وخت ډېرېږي کله چې سپینې ورېژې او سپین اوړه او نور توکي استعمال شي.

د شکر د ناروغۍ د کنترول لپاره اړینه ګڼل کېږي چې د خپل ژوند طرز، طریقې ته بدلون ورکړو، خو آیا پوهېدئ چې د شکر ناروغي نېغ په نېغه زموږ له ځیګر سره تړاو لري؟

کله چې ځیګر او د دماغو بریښنایي ژبه (ګابا نیوروټرانسمیټر) اړیکه کمزوري شي، نو په بدن کې د شکر د کچې کمولو سګنل هم کمزوری کېږي او یاد عمل په څو ورځو کې څرګندېږي.

په دې اړه روغتیایي کارپوهان وایي چې د ډېرو غوړو او وازدو لرونکی ځیګر د انسولینو حساسیت اغېزمنوي. دوی زیاتوي کله چې د ځیګر غوړ ډېر شي نو یو ډول نیوروټرانسمیټز، ګیما امینوبیوټارک اسید خارجوي او دماغو ته سګنل ورکونه کمزورې کوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …