کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل میپس پخپل اپلیکیشن کې یو په زړه پوری فیچر یا ځانګړنه اضافه کړې

ګوګل میپس پخپل اپلیکیشن کې یو په زړه پوری فیچر یا ځانګړنه اضافه کړې

د نړۍ ترټولو مشهور شرکت او پلټونکې ماشین ګوګل پخپل مشهور اپلیکیشن ګوګل میپس کې یو بل غوره فیچر یا ځانګړنه اضافه کړې.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د انټرنیټ د نړۍ ترټولو مشهور شرکت ګوګل پخپل اپلیکیشن کې د (انساییټ ټیب) ور اضافه کړی.

راپور زیاتوي چې د انساییټ ټیب په زیاتولو سره به د ګوګل له لورې پخپلو کاروونکو ته ددې موقع په لاس ورکړي چې هغوی خپل فعالیتونه سره پرتله کړي.

ددې فیچر په مرسته به په دې پوهېدل آسانه شي چې موږ د یوې میاشتې په دوران کې د کومو بېلابېلو وسیلو په مرسته سفر کړی او څومره وخت مو پخپلو قدمونو مزل کړی دی یا یې قدم وهنه کړې.

له دې پرته به کاروونکي وکولی شي چې د شخصي معلوماتو په ترلاسه کولو، معلومه کړي چې هغوی کوم ډول سفري عادتونه لري او څه ډول له هغې څخه ګټه پورته کولی شي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …