کورپاڼه / جالب / په سعودي عربستان کې د تشو بوتلونو له سرونو د نړۍ ترټولو لویه نقشه جوړه شوې

په سعودي عربستان کې د تشو بوتلونو له سرونو د نړۍ ترټولو لویه نقشه جوړه شوې

په سعودي عربستان کې د تشو بوتلونو له سرونو څخه د نړۍ ترټولو لویه نقشه جوړه شوې او امکان شته چې د ګنیز په نړیوالو ریکارډونو کې هم ثبت شي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په سعودي عربستان کې د تشو بوتلونو له درې لکو ډېر سرونه راتول شوي او په مرسته یې دغه ځانګړې نقشه جوړه شوې.

راپورونه زیاتوي چې ځانګړې نقشه په څلویښتو ورځو کې تیاره شوې او په یو پراخه میدان کې د دوه سوه، پنځوس مربع میترو په پراخوالي سره جوړه شوې ده.

ددغه میدان څښتنه خلود الفضلي په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه ځانګړې او په زړه پورې د نړۍ نقشه باید د ګنیز په نړیوالو ریکارډونو کې شامله شي.

د سعودې عربستان دغه اړسیدونکې وایي چې په داسې ځانګړي او په زړه پورې ډول د نړۍ نقشه جوړول له یوې ننګونې څخه کم نه و، خو هغې پرې شپه او ورځ کار کړی او جوړه کړې یې ده.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …