کورپاڼه / خپلواک / افغان لوبډلې ويسټ انډيز ته ١٤٨ منډې هدف وټاکه
اصغر افغان او کريم جنت

افغان لوبډلې ويسټ انډيز ته ١٤٨ منډې هدف وټاکه

خپلواک وېبپاڼه (١٦ نومبر ٢٠١٩): افغان توپوهونکو په پيل کې تېزه توپوهنه پيل کړه، خو د پرلپسې ويکټو غورځېدو له امله يې توپوهنه ورو شوه، چې حضرت الله ځاځي، کريم جنت او ګلبدين نايب تر څه حده ښه توپوهنه وکړه او افغانستان د ويسټ انډيز لوبډلې ته ١٤٨ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه شل اوريزه لوبه د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې نن د افغانستان په وخت ماښام ٦ بجې پيل شوه. په پيل کې د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان له لوري حضرت الله ځاځى او رحمان الله ګربز توپوهنې ته راووتل، چې له پيله يې تېزه توپوهنه پيل کړه او دواړو ٤٢ ملګرتيا وکړه، خو کله چې کيسريک ويليمس توپ اچونې ته راغى، نو د ٤م اور په ٢م توپ باندې ګربز د لوى شاټ وهلو هڅه وکړه او کيرون پولارډ کېچ کړ، هغه ١٥ منډې وکړې.

همدا راز په ورپسې توپ حضرت الله ځاځي وواهه چې برينډن کنګ کېچ او هغه يې هم له مېدانه بهر کړ، نوموړي ٢٦ منډې ترلاسه کړې وې.

تر هغه وروسته اصغر افغان په ٨ منډو، کريم جنت په ٢٦ منډو، ابراهيم ځدراڼ په ١١ منډو، او محمد نبي يوازې په ٣ منډو وسوځېدل. همدا راز ګلبدين نايب د ١ شپږيزې او ٢ څلوريزو پر مټ په ١٨ توپونو ٢٤ منډې وکړې، خو په وروستي اور کې يې خپله ويکټ له لاسه ورکړه.

نجيب الله ځدراڼ په ٢٤ توپونو ٢٠ منډې وکړې او ناسوځېدلى پاتې شو، همدا راز راشد خان هم ٢ توپونو ته مخامخ شو چې ٥ منډې يې ترلاسه کړې.

افغانستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٧ مندې وکړې او د ويسټ انډيز لوبډلې ته يې د ١٤٨ منډو هدف وټاکه.

د ويسټ انډيز لپاره کيسريک ويليمس ٣، کيمو پاول او جېسن هولډر ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د يادولو ده چې ويسټ انډيز په درې يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ کې هم افغان لوبډلې ته وايټ واش ماته ورکړې وه او په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هم ويسټ انډيز افغان لوبډلې ته په ٣٠ منډو ماته ورکړې وه. که نننۍ لوبه ويسټ انډيز وګټي نو د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ به هم د ويسټ انډيز په نوم شي او که افغانستان په نننۍ لوبه کې بريا خپله کړه نو لوبلړۍ به ١-١ شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …