خپلواک وېبپاڼه (١٦ نومبر ٢٠١٩): د ټي ټين يا لس اوريزه ليګ په پنځمه سيالۍ کې د شفيق الله شفق او شاپور ځدراڼ لوبډلې کرناټکه ټوسکرز د ډيلي بولز سره لوبه ترسره کړه، چې کرناټکه پکې په ١٩ منډو بريا خپله کړه.
په پيل کې د لوبې پچه ډيلي بولز وګټله او کرناټکه ټوسکرز ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
کرناټکه ټوسکرز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١١٠ منډې وکړې، چې اوپل تهارانګا ٤٨ او شفيق الله شفق ٣٤ منډې وکړې.
د ډيلي بولز لپاره روي رامپاول ٢، دوشمانتا چميرا او ډيويډ ويلي ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.
د ١١١ منډو د هدف په تعقيب کې د ډيلي بولز لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٩١ منډې وکړې او په ١٩ منډو يې له کرناټکه ټوسکرز لوبډلې لوبه وبايلله.
د کرناټکه ټوسکرز لپاره ناتن ريمينګټن ٣، پاټ براون او احمد رضا ٢-٢ او سنديپ لاميچاني ١ ويکټ ترلاسه کړه.
شاپور ځدراڼ هم ٢ اورونه ترسره کړل چې ١٣ منډې يې ورکړې خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه، همدا راز شفيق الله شفق بيا تېزه توپوهنه ترسره او د ١ شپږيزې او ٣ څلوريزو پر مټ يې په ٢١ توپونو ٣٤ منډې ترلاسه کړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه احمد رضا ترلاسه کړه، چې په ٢ اورونو کې يې د ١١ منډو په ورکولو سره ٢ لوبغاړي سوځولي و.
د يادولو ده چې نن د محمد شهزاد او ظاهر خان لوبډلې ډيکن ګليډيټرز هم د بنګله ټايګرز پر وړاندې په لوبه کې بريا خپله کړې ده.