کورپاڼه / خپلواک / جينيفر لوپيز: ډايريکټر رانه په کوټه کې د لوڅېدو غوښتنه وکړه
جينيفر لوپيز

جينيفر لوپيز: ډايريکټر رانه په کوټه کې د لوڅېدو غوښتنه وکړه

خپلواک وېبپاڼه (١٦ نومبر ٢٠١٩): د زيات عمر درلودونکې خو ښايسته هنرمنده، چې سندرغاړې، موسيقاره، ممثله او ليکواله ده، ٥٠ کلنه جينيفر لوپيز په لومړي ځل دا راز ښکاره کړ چې هغه هم جنسي زورول شوې ده.

د جينيفر لوپيز څو اونۍ مخکې بې باکه فلم (هسلرز) نندارې ته وړاندې شو او ډېرى بريالى شو. په همدې فلم کې نوموړې يوه صحنه ثبت کړې ده، چې ويل کېږي د روان کال تر ټولو بې باکه صحنه ده. په دغه صحنه کې جينيفر لوپيز ليدل کېږي چې (پول نڅا) ترسره کوي.

که څه هم جينيفر لوپيز تر ممثلۍ زيات نوم د سندرغاړې په حېث ترلاسه کړى دى، خو هغې هالي ووډ ته يو شمېر کامياب او بې باکه فلمونه هم ورکړي دي. د هغې په اړه ويل کېږي، چې هغه په ذهني او بدني ډول دومره هوښياره ده چې هر ډول بې باکه رول په ښه ډول ترسره کولاى شي.

جينيفر لوپيز چې چېرته په فلمونو کې بې باکه کردارونه ترسره کوي، همدا راز د موسيقۍ کنسرټونو پر مهال هم د هغې په بې باکه او نيمه لوڅ راښکاره کېدو باندې نيوکې کېږي.

خو تراوسه پورې هغه د داسې کومې پېښې په اړه څه نه و ويلي چې هغه دې په جنسي ډول زورول شوي وي، دا لومړى ځل دى چې هغې دا خبره وکړه.جينيفر لوپيز ١

جينيفر لوپيز له هنري مجلې (هولي وډ رپورټر) سره د خپلو نورو ملګرو ممثلو سکارلټ جانسن، لپيتا نيانګو، لارا ډيرن، ريني زلويګر او اکوافينا سره يو ځاى د خپل ژوند ډېرې کيسې شريکې کړې. همدا راز په دغه لړ کې جينيفر لوپيز هم د يو ډايريکټر په اړه وويل، چې هغه ترې په کوټه کې يو خېر اخلاقي غوښتنه کړې وه.

د پاخه عمر ممثله وايي، چې هغه ډايريکټر چې فلمونو ته يې کسان اخيستل، ورته په کوټه کې وويل چې خپل کالي دې وباسم، ځکه چې هغه غوښتل زما سينې وګوري. هغه وايي چې د هغه په دغه غوښتنه پرېشانه هم شوم خو ډېره وشرمېدم او هغه مې له دې کار نه منع کړ.

هغه وايي چې په دغه وخت کې ورسره د کاليو ډيزاينونې هم په کوټه کې وه، چې هغې هم هغه کس له داسې کار نه منع کړ. جينيفر لوپيز وايي، چې هغه ته يې وويل، چې هر څه په فلم کې راځي، هغه به ته هم د فلم د ثبت پر مهال ووينې.جينيفر لوپيز ٢

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې وايي، چې د دغه کس په دغه غوښتنه باندې هغه ډېره خپه شوه، خو حېرانه په دې شوه چې هغه غوښتل يوازې زما سينې وګوري.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …