خپلواک وېبپاڼه (١٦ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز په دويمه شل اوريزه لوبه کې کريم جنت په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د ويسټ انډيز نيمايي لوبډله يې وسوځوله او افغانستان ته يې په لوبلړۍ کې لومړۍ بريا ور په برخه کړه.
د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه شل اوريزه لوبه د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې نن د افغانستان په وخت ماښام ٦ بجې پيل شوه. په پيل کې د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان له لوري حضرت الله ځاځى او رحمان الله ګربز توپوهنې ته راووتل، چې له پيله يې تېزه توپوهنه پيل کړه او دواړو ٤٢ ملګرتيا وکړه، خو کله چې کيسريک ويليمس توپ اچونې ته راغى، نو د ٤م اور په ٢م توپ باندې ګربز د لوى شاټ وهلو هڅه وکړه او کيرون پولارډ کېچ کړ، هغه ١٥ منډې وکړې.
همدا راز په ورپسې توپ حضرت الله ځاځي وواهه چې برينډن کنګ کېچ او هغه يې هم له مېدانه بهر کړ، نوموړي ٢٦ منډې ترلاسه کړې وې.
تر هغه وروسته اصغر افغان په ٨ منډو، کريم جنت په ٢٦ منډو، ابراهيم ځدراڼ په ١١ منډو، او محمد نبي يوازې په ٣ منډو وسوځېدل. همدا راز ګلبدين نايب د ١ شپږيزې او ٢ څلوريزو پر مټ په ١٨ توپونو ٢٤ منډې وکړې، خو په وروستي اور کې يې خپله ويکټ له لاسه ورکړه.
نجيب الله ځدراڼ په ٢٤ توپونو ٢٠ منډې وکړې او ناسوځېدلى پاتې شو، همدا راز راشد خان هم ٢ توپونو ته مخامخ شو چې ٥ منډې يې ترلاسه کړې.
افغانستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٧ مندې وکړې او د ويسټ انډيز لوبډلې ته يې د ١٤٨ منډو هدف وټاکه.
د ويسټ انډيز لپاره کيسريک ويليمس ٣، کيمو پاول او جېسن هولډر ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.
د ويسټ انډيز لپاره د پيل توپوهونکو برينډن کنګ او ايوان ليوس ١٢ او ١٤ منډې وکړې چې د نوين الحق او کريم جنت ښکار شول. ورپسې شيمرون هيټماير په ١١، روترفورډ په ٦ او کيرولان پولارډ په ٧ منډو هم کريم جنت وسوځول او د افغانستان پوزيشن يې مضبوط کړ.
ورپسې درې لوبغاړو کې يو راشد خان، بل کريم جنت او بل هم ګلبدين نايب وسوځاوه، چې د ويسټ انډيز لپاره تر ټولو زياتې ٢٤ ناسوځېدلې منډې دينيش رامدين وکړې.
ويسټ انډيز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٦ منډې وکړې او له افغانستان څخه يې په ٤١ منډو ماته وخوړله.
د افغانستان لپاره کريم جنت په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٥ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز نوين الحق، راشد خان او ګلبدين نايب هم ١-١ لوبغاړى وسوځاوه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کريم جنت ترلاسه کړه.
د درې شل اوريزو لوبو په لوبلړۍ کې دا د افغانستان لومړۍ بريا وه چې تر دې مخکې لومړۍ لوبه کې ويسټ انډيز په ٣٠ منډو بريا خپله کړې وه.
د افغانستان او ويسټ انډير راتلونکې شل اوريزه لوبه به د نومبر په ١٧مه نېټه ترسره شي.