کورپاڼه / خپلواک / د انګلستان لوبډلې لوبغاړې لوڅ کرکټ کول غواړي
ساره ټېلر

د انګلستان لوبډلې لوبغاړې لوڅ کرکټ کول غواړي

خپلواک وېبپاڼه – د انګلستان د ښځينه لوبډلې نامتو توپوهونکې او ويکټ ساتونکې ساره ټېلر تازه په خپل انسټاګرام باندې خپل لوڅ انځورونه خپاره کړي او وايي چې غواړي همداسې توپوهنې ته لاړه شي.

ساره ټېلر چې د انګلستانۍ ښځينه کرکټ لوبډلې يوه نامتو توپوهونکې او همدا راز تکړه ويکټ ساتونکې ده، نوموړې په ٢٠١٤ کې د يو ورځنيو لوبو تر ټولو د غوره ښځينه لوبغاړې جايزه ترلاسه کړې او همدا راز په ٢٠١٢، ٢٠١٣ او ٢٠١٨ کلونو کې يې بيا د شل اوريزو لوبو د غوره ښځينه لوبغاړې جايزه هم ترلاسه کړې ده.

د ښې لوبې تر څنګ ساره ټېلر اوس تازه د لوڅو انځورونو لپاره هم په ټوله نړۍ کې مشهوره شوې ده او ويل کېږي چې يو ځل مخکې هم ساره خپل لوڅ انځورونه خپاره کړي و، خو تازه ساره ټېلر خپل دوه لوڅ انځورونه په خپل انسټاګرام خپاره کړي دي.

ساره ټېلر خپل لومړي لوڅ انځور کې د ويکټو تر شا ولاړه ده او د ويکټ ساتنې په ډول يې لوڅ انځور اخيستى دى. دا انځور چې ښکاري د فوټوشوټ لپاره اخيستل شوى دى، نوموړې ورسره په خپل انسټاګرام ليکلي دي، چې ټول پوهېږي چې دا هر څه زما له راحت ليرې دي، خو زه په ځان وياړم او د ښځو د روغتيا برېتانوۍ ادارې مننه کوم چې زه يې غوره کړې يم.

هغه همدا راز ليکلي دي، چې زه تل له خپل بدن سره ستونزې لرم او دا چې هره ښځه ښکلې ده. همدا راز په اخر کې يو ځل بيا هم دا يادونه کړې ده، چې ياد وساتئ هره ښځه ښکلې ده.


خو ساره ټېلر چې خپل کوم دويم انځور خپور کړى دى، په هغه کې ورسره په لاس کې بېټ دى او ورته يې ليکلي دي، چې په انتظار يم چې توپوهنې ته داسې لاړه شم.

همدا راز ويل کېږي چې نوموړې ياد انځورونه د ښځو د روغتيا په اړه د يوې برېتانوۍ ادارې لپاره اخيستې دي.

 

View this post on Instagram

 

Waiting to go into bat like … • @womenshealthuk • #thenakedissue #womenshealthmag #portrait

A post shared by Sarah Taylor (@sjtaylor30) on


ساره ټېلر د انګلستان ښځينه لوبډلې لپاره ١٢٦ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي، چې ٤٠٥٦ منډې يې کړي او په يوه پاڼۍ کې تر ټولو زياتې منډې يې ١٤٧ دي. نوموړې ٧ سليزې او ٢٠ پنځوسيزې هم وهلې دي. همدا راز ٨٧ کېچونه يې هم نيولي او ٥١ لوبغاړې يې بيا د ويکټو تر شا په سټمپ سوځولې دي.

په ٩٠ شل اوريزو لوبو کې لوبېدلې ده چې ٢١٧٧ منډې يې کړي دي او زياتې منډې يې ٧٧ دي. ١٦ پنځوسيزې يې وهلي دي او ٢٣ کېچونه او ٥١ توپوهونکې يې سټمپ کړي دي.

د ساره ټېلر انځورونو ته د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو څخه په زرګونو خلکو کمنټونه کړي دي او که يوې خواته ډېرى خلکو د هغې په دې انځورونو سختې نيوکې هم کړي دي، نو بلخوا ځينو خلکو په دې کار سره ستايلې هم ده.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …