کورپاڼه / خپلواک / کريم جنت د شکېب، عمران طاهر او عماد وسيم ريکارډ مات کړ
کريم جنت

کريم جنت د شکېب، عمران طاهر او عماد وسيم ريکارډ مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (١٦ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ په دويمه شل اوريزه لوبه کې کريم جنت په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٥ ويسټ انډيزي لوبغاړي يې وسوځول او د خپل ژوند تر ټولو غوره توپ اچونه يې ترسره کړه.

نوموړي نه يوازې دا په يوه نړيواله شل اوريزه لوبه کې يې د خپل ژوند تر ټولو غوره توپ اچونه ترسره کړه، بلکې د شکېب الحسن، عمران طاهر او عماد وسيم په څېر توپ اچونکو ريکارډونه يې هم مات کړل.

کريم جنت د نړيوالو شل اوريزو سياليو په هغه غوره توپ اچونکو کې راغى، چې په يوه لوبه کې يې غوره توپ اچونه ترسره کړې ده. نوموړي د ويسټ انډيز پر وړاندې ٤ اورونه ترسره کړل چې د ١١ منډو په بدل کې يې ٥ لوبغاړي وسوځول.

هغه د ايوان ليوس، شيمرون هيټماير، شيرفاني روترفورډ او کيرون پولارډ ويکټې ترلاسه کړې او افغان لوبډله يې بريا ته ورنږدې کړه.

د غوره توپ اچونې په برخه کې افغان لوبډلمشر راشد خان بيا په پنځم مقام دى، چې هغه په ٢ اورونو کې د ٣ منډو په ورکولو سره ٥ لوبغاړي وسوځول او افغان لوبډله يې بريا ته ورسوله.

خو تر نوموړي وروسته کريم جنت هغه افغان توپ اچونکى شو، چې د الياس سني، سميع الله شينواري، عماد وسيم، کيمو پاول، ټيم ساوتي، شکېب الحسن، مستفيز الرحمان، عمران طاهر او بوينشور کمار ريکارډونه يې مات کړل او تر دغه ټولو يې غوره توپ اچونه ترسره کړه.

د يادولو ده چې کريم جنت د ٢٠١٩ کال شپږيزې کرکټ ليګ کې هم په زړه پورې توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړې وه، چې په دغه ليګ کې د ليګ د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه. هغه د افغانستان او ويسټ انډيز لوبډلې په يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو نوملړ کې شامل و، خو دا يې لومړۍ لوبه وه چې د ويسټ انډيز پر وړاندې ولوبېده.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …