کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / ملي لوبغاړی نور علي ځدراڼ ۳۳ کلن شو
نور علي ځدراڼ

ملي لوبغاړی نور علي ځدراڼ ۳۳ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیليز توپوهونکی نور علي ځدراڼ ۳۳ کلن شو، هغه په ۱۹۸۸ کال کې د جولای په ۱۰مه نېټه په خوست ولایت کې زېږېدلی و.

نور علي ځدراڼ د افغانستان په لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې هم لوبېدلی دی، چې دغه لوبه افغانستان د سکاټلېنډ پر وړاندې کړې او ګټلې وه، چې نور علي ځدراڼ پکې ۴۵ منډې کړې وې.

د وروستي ځل لپاره هغه په ۲۰۱۹ کال کې د جون په ۱۸مه نېټه د انګلستان پر وړاندې د نړیوال جام په لوبه کې لوبېدلی و، خو په صفر سوځېدلی و.

نور علي ځدراڼ د افغانستان لپاره ۵۱ نړیوالې یو ورځنۍ او ۲۰ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړې دي. په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې د ۲۴.۸۱ په اوسط ۱۲۱۶ منډې کړې دي چې په یوه لوبه کې یې زیاتې ۱۱۴ منډې کړې دي.

همدا راز په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یې د ۲۶.۶۳ په اوسط او ۱۰۱.۸۱ سټرایک رېټ سره یې ۵۰۶ منډې کړې دي چې په یوه لوبه کې یې ۶۳ زیاتې منډې دي.

د نور علي ځدراڼ د کورنۍ دوه نور ځوان لوبغاړي هم په ملي لوبډله کې لوبېدلي دي، چې مجیب الرحمان او ابراهیم ځدراڼ دي، دواړه ځوان او تکړه لوبغاړي دي.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

راشد خان نن د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه …