خپلواک وېبپاڼه (۱۷ نومبر ۲۰۱۹): په امريکا کې د موسيقۍ تر کنسرټ لږ ساعت مخکې سندرغاړه مړه شوه، چې د هغې زرګونو مينه وال يې سخت خپه کړل.
د رسنيو د راپورونو په وينا، په امريکا کې د فلوريډيا ښار په مورس ګس مېن کنسرټ تالار کې د موسيقۍ کنسرټ راجوړ شوی و، چې تر کنسرټ ۲۰ دقيقې مخکې ناڅاپي سندرغاړې مړه شوه.
د رسنيو په وينا، دغه پېښې د امريکا د هنري نړۍ خلکو په ګډون زرګونه خلک له سخت خپګان سره مخ کړل. دغه سندرغاړې چې د ميامي سمفني ارکسټرا کنسرټ نه ۲۰ دقيقې مخکې مړه شوه، ۶۲ کلنه جينسن تامسن نومېده، چې له زينو د راښکته کېدو پر مهال راوغورځېده.
ټپي سندرغاړې په عاجل ډول روغتون ته ورسول شوه، خو په ورپسې ورځ هغې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د هغې له مړينې سره سم د موسيقۍ د نړۍ خلک او د هغې مينه وال له سخت خپګان سره مخ شو.
د ارکسټرا مسوولينو ويلي دي، چې د دسمبر په ۱۰مه نېټه به د دغه سندرغاړې په ياد کې د موسيقۍ يو کنسرټ جوړوي. همدا راز په ټولنيزو رسنيو کې هم د جينسن تامسن په مړينه باندې خلکو ژور خپګان ښکاره کړ.