کورپاڼه / ليکنې / د ارواښاد نصیر احمد احمدي وروستي پوسټونه
نصیر احمد احمدي

د ارواښاد نصیر احمد احمدي وروستي پوسټونه

د پښتو ژبې یو ستر او بې جوړې ناول لیکوال نصیر احمد احمدي پرون د کورونا ناروغۍ له امله مړ شو، چې د ادب او پښتو ژبې مینه وال یې ډېر سخت غمژن کړل. د هغه تشه به هېڅ کله هم ډکه نه شي، خو هغه به د خپلو ناولونو له امله تل یاد وي.

نوموړی چې د خپلو ښو ناولونو ترمنځ په فېسبوک کې هم فعال و، دلته په دې لیکنه کې د هغه وروستي پوسټونه له تاسې سره شریکوو، چې هغه په خپلو وروستیو پوسټونو کې څه لیکلي دي.

د ارواښاد نصیر احمد احمدي وروستی پوسټ چې د هغه په فېسبوک کې د جون په ۷مه نېټه خپور شوی دی، هغه هم په پښتنو کې د شعور د راپورته کولو په تړاو و، چې هدیرې یې ډکېږي او ژوند نشته.

هغه لیکي: ((پښتانه یوازې د هدیرو د ځمکو د اخستلو له پاره یوه خوله او یو اتفاق دي. هر قوم په ګډه پیسې واچوي، هدیرې ته څو جریبه ځمکه واخلي، کال وروسته هدیره ډکه وي، د نوې هدیرې له پاره له سره پیسې ټولې کړي. پښتون د ژوند له پاره هېڅوخت داسې  په یوه خوله نه و، نه دی او نه به وي. که وای، زړې هدیرې به دومره ژر نه ډکېدې.))

د جون په لومړۍ نېټه ارواښاد د خپل کشر ورور منیر یو عکس خپور کړی دی، چې د یوې ماشومې ویښتان جوړوي او لیکلي یې دي، چې دغه ورور یې خوشحالۍ ته پلمې لټوي او د هغه ځینې کیسې یې کړې دي، چې څه ډول د کورنۍ غړو او ماشومانو د وړو وړو خوشحالیو لپاره پلمې پېدا کوي.

د مۍ په ۳۰مه نېټه ارواښاد نصیر احمد احمدي د خپل نوي ناول (د غڼې ځاله) د پښتۍ عکس خپور کړی دی او لیکلي یې دي: ((دا ناول مې نن چاپ ته ولېږه. له ضیا الحق ارمان صاحب مننه چې د کتاب پښتۍ یې راته ډیزاین کړه.)) دا کتاب اوس چاپ شوی دی.

د اپریل په ۲۹مه نېټه ارواښاد د کتاب په اړه یوه جمله په خپل فیسبوک کې پوسټ کړې وه او لیکلي یې و: ((ښه کتاب د لیکوال نارو ته ضرورت نه لري. که کتاب ښه وي، خلک، خلک خبروي. ضرور یې لولي.))

د اپریل په ۲۷مه نېټه ارواښاد د یوې ټولنیزې مسئلې په اړه پوسټ کړی و او هغه په دې اړه و چې ماشومان باید جومات بو نه تلل شي، ځکه هر څه خپل وخت لري.

هغه لیکي: ((جومات ته یې درې، درې نیم کلن کوچینی روان کړی و. مال مه کوه، مه یې بیایه، دا کوچینی لا د جومات نه دی، په هېڅ هم نه پوهېږي، ویل یې چې ته له اسلامي روزنې ناخبره یې! د ماشومانو د عقیدې تهداب پوخ که، دی باید په همدې سن کې لا د خدای کور وپېژني. مال ښه خبره ده. په رښتیا به ناخبره یم! درځه! موږ په ملا پسې ودرېدو، ماشوم د پلار تر مخ د جومات پر فرش کېناست، خو پلار یې  په دوهم رکات کې لمونځ پرېښود، ماشوم د خدای په کور کې ټراااااااا جوړه کړې وه. یو نه، دوه نه، درې نه، ملنډې وې. لطفا! هر څه خپل وخت لري.))

د اپریل په ۱۲مه نېټه ارواښاد نصیر احمد احمدي د غازي امان الله خان په اړه یو پوسټ کړی دی. هغه په خپل پوسټ کې لیکلي دي: ((پاچا امان الله خان ځکه راباندې ګران دی چې تکه سپینه ملایکه نه دی راته معرفي شوی. اتیا فیصده يې ترقي غوښتنه، وطندوستي، مینه، مهرباني… او انساندوستي یاده شوې، شل فیصده يې اشتباوې هم راپاتې دې. د ده ځېني اصلاحات اوس نه شي عملي کېدای، هغه وخت خو له امکانه وتلې خبره وه. دی انسان و، ښېګڼې يې هم درلودې او تېروتنې هم، خو د ښېګڼو تله يې درنه وه. خو نور پاچاهان یا اميران یا تکې سپينې ملایکې راته معرفي شوې، یا تک تور شیطانان. یو يې هم (خو) نه لري، ځکه مې یو هم زړه ته نه لوېږي چې سل په سلو کې به هماغسې ول چې موږ ته را پېژندل شوي دي. زموږ تاریخ په ستایلو کې له مبالغې ډک دی. که کوم یو ملایکه ګڼل شوی، نو برالا تېروتنه یادول يې هم د کوپر ټاپې لري.  د نورو هېوادونو تاریخونه به هم همداسې وي که نه یوازې موږ یو؟!))

دا هم ولولئ

د لاسونو جوړښت مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

لاسونه او پښې د انسان د بدن هغه برخې دي، چې په علمي ژبه ورته …