کورپاڼه / خپلواک / افغانستان او ويسټ انډيز نن وروستۍ شل اوريزه لوبه ترسره کوي
افغانستان او ويسټ انډيز

افغانستان او ويسټ انډيز نن وروستۍ شل اوريزه لوبه ترسره کوي

خپلواک وېبپاڼه (۱۷ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ به نن د درې شل اوريزو لوبو وروستۍ يا دریمه لوبه د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې د افغانستان په وخت ماښام ۶ بجې ترسره شي.

د درې لوبو په لوبلړۍ کې په لومړۍ لوبه کې ويسټ انډيز په ۳۰ منډو افغان لوبغاړې ته ماته ورکړه او د ښې لوبې له امله کيرون پولارډ ته د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه. همدا راز په دويمه لوبه کې بيا افغانستان په ۴۱ منډو ويسټ انډيز ته ماته ورکړه چې کریم جنت په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ۵ لوبغاړي يې وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

نن به دواړه لوبډلې د وروستۍ لوبې لپاره مېدان ته کوزېږي او هره لوبډله به هڅه کوي چې په لوبه کې بريا خپله او لوبلړۍ په خپل نوم کړي.

که څه هم په تېره لوبه کې افغانستان ښه توپوهنه ترسره نه کړه، خو تر هغې بيا ويسټ انډيز لا کمزورې توپوهنه ترسره کړه. خو ښايي د وروستۍ لوبې لپاره د دواړو لوبډلو په نوملړونو کې کوم بدلون رانه شي، ځکه چې ويسټ انډيز او افغانستان يوه يوه بريا خپله کړې ده، نو ښايي هماغه د تېرو لوبډلو لوبغاړي په نننۍ لوبه کې هم ولوبېږي.

په نننۍ لوبه کې به هم د ويسټ انډيز سترګې کيرون پولارډ، ايوان ليوس او برینډن کينګ ته ډېرې وي، ځکه هغه په وروستيو لوبو کې ډېر ښه ځلېدلی دی، همدا راز د افغانستان سترګې به بيا حضرت الله ځاځي، رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ او کريم جنت ته وي، چې ښه لوبه نندارې ته وړاندې او په وروستۍ سيالۍ کې افغان لوبډله بريالۍ کړي.

د افغانستان احتمالي لوبډله: حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکی)، کريم جنت، اصغر افغان، ابراهيم ځدراڼ، نجيب الله ځدراڼ، ګلبدين نايب، محمد نبي، راشد خان (لوبډلمشر)، نوين الحق او مجيب الرحمان.

د ويسټ انډيز احتمالي لوبډله: ایوان ليوس، برينډن کنګ، شيمرون هيټماير، دينيش رامدين (ويکټ ساتونکی)، کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، شيرفاني رودرفورډ، جېسن هولډر، کيمو پاول، هايډن والش، شيلډون کوټريل او کيسريک ويليمس.

د يادولو ده چې ويسټ انډيز د درې يو ورځنيو لوبو په لوبلړۍ کې افغان لوبډلې ته وايټ واش ماته ورکړې وه. همدا راز د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ پای ته رسېدو وروسته به دواړه لوبډلې يوه ټېسټ سيالي هم ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …