کورپاڼه / خبرونه / کریس ګیل شل اوریزو لوبو کې ۱۴۰۰۰ منډې پوره کړې
کریس ګیل ۱

کریس ګیل شل اوریزو لوبو کې ۱۴۰۰۰ منډې پوره کړې

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې چټک او نومیالي توپوهونکي کریس ګیل په شل اوریزو لوبو کې ۱۴ زره منډې پوره کړې، چې بل هېڅ توپوهونکی د دومره زیاتو منډو په جوړولو نه دی توانېدلی.

نوموړي نن د اسټرالیا پر وړاندې زبردسته توپوهنه ترسره کړه او ۶۷ منډې یې وکړې، چې ویسټ انډیز ته یې بریا ورپه برخه کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

نوموړی چې د نړۍ په تقریباً ټولو تجارتي لیګونو کې لوبېدلی دی، په ۴۳۱ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۴۰۳۸ منډې کړې دي، د هغه اوسط ۳۷.۶۳ او سټرایک رېټ یې ۱۴۶.۱۸ دی، هغه په یوه لوبه کې ۱۷۵ ناسوځېدلې منډې کړې دي، ۲۲ سلیزې یې وهلي او ۸۷ پنځوسیزې یې هم وهلي دي، نوموړي ۱۰۲۸ شپږیزې وهلي دي.

کریس ګیل همدا راز په ټېسټ لوبو کې ۷۲۱۴، په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۴۸۰ او په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۷۹۶ منډې ترلاسه کړې دي.

د یادولو وړ ده چې له کریس ګیل وروسته د ویسټ انډیز کیرون پولارډ، د پاکستان شعیب ملک او د اسټرالیا ډیویډ وارنر هغه توپوهونکي دي چې په شل اوریزو لوبو کې یې تر ۱۰ زرو څخه زیاتې منډې ترلاسه کړې دي، خو له کریس ګیل څخه ډېر وروسته دي.

دا هم ولولئ

عزیزالله فضلي بیا د کرکټ بورډ عمومي رییس ټاکل کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ مخکینی رییس عزیزالله فضلي یو ځل بیا کرکټ بورډ ته د …