کورپاڼه / خپلواک / سکارلټ جانسن: له پيله راته له حده زيات بېباکه رولونه راکول کېده
سکارلټ جانسن

سکارلټ جانسن: له پيله راته له حده زيات بېباکه رولونه راکول کېده

خپلواک وېبپاڼه (١٧ نومبر ٢٠١٩): د بېباکه او نيمه لوڅو رولونو لپاره مشهوره فلمي ستورې ٣٤ کلنه سکارلټ جانسن چې د فلمي نړۍ تر ټولو سترې جايزې ته هم کانديده ده، وايي چې د فلمونو په پيل کې ورته ډېر بېباکه او نيمه لوڅ کردارونه له حده زيات ورکول کېده.

سکارلټ جانسن ته په خپل لومړي فلم کې هم تر څه حده پورې بېباکه رول ورکړل شوى و، د هغې لومړى فلم (نارت) په ١٩٩٤ کې نندارې ته وړاندې شوى و او هغه وخت يې عمر هم تر ١٥ کلونو کم و.

که څه هم په دغه فلم کې هم جانسن بېباکه ښکاره شوې وه، خو تر هغې وروسته په نورو فلمونو کې هغې نور بېباکه او نيمه لوڅ کردارونه هم ولوبول.

سکارلټ جانسن د دغه فلم نه وروسته د فلم جوړونکو پام ځان ته راواړاوه، خو په ١٩٩٦ کې د (فال) فلم او په ١٩٩٧ کې د (هوم الون ٣) فلم نندارې ته وړاندې کېدو نه وروسته هغې ډېر شهرت ترلاسه کړ.

د دواړو فلمونو تر کاميابېدو وروسته هغې ته د نورو ډېرو بېباکه کردارونو وړانديزونه وشو، چې په ٢٠٠٣ کې هغې بيا په (لوسټ ان ټرانسلېشن) فلم کې له ځانه دوه دومره زيات عمر سړي سره د مينې رول ولوباوه. همدا راز په همدغه کال کې په (ګرل ويد پرل اېرنګس) کې هم جانسن له ځانه د ډېر عمر سړي سره يارانه وکړه.

نه يوازې دا چې په پيل کې، بلکې سکارلټ جانسن ته اوس هم په فلمونو کې د ډېرو بېباکه کردارونو وړانديزونه کېږي، خو په پيل کې د دغه ډول کردارونو کولو لپاره هغې فلم جوړونکي ګرم وګڼل.

په خپله تازه مرکه کې چې د (هولي وډ رپورټر) مجلې سره يې کړې ده، هغې وويل چې هغه وخت ورته د اداکارۍ يا ممثلۍ په اړه ډېر معلومات نه و او دا چې هغه وخت کې د نجونو لپاره چانسونه ډېر لږ و، نو ځکه ورسره داسې کېدل.

هغه وايي، چې زما هېڅ کله هم دا ارمان نه و چې په جنسي ډول دې داسې بېباکه وښودل شم چې وروسته دې راته ستونزې جوړې کړي. هغه وايي چې کله د ٢٠ کالو عمر ته ورسېدم، نو فلم جوړونکو راته د داسې فلمونو وړانديزونه ډېر کړل، چې پکې د مينې او نيمه لوڅې صحنې ډېرې وې.

د يادولو ده چې سکارلټ جانسن تراوسه پورې شاوخوا په ٩٠ فلمونو کې کار کړى دى، هغه د هالي ووډ يو له هغه اداکارانو څخه ده چې ډېرې پېسې ګټي. نوموړې د خپلې ښې اداکارۍ له امله يو شمېر سترې جايزې هم ترلاسه کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …