کورپاڼه / ليکنې / هغه پنځه جملې چې باید ماشوم ته ونه ویل شي

هغه پنځه جملې چې باید ماشوم ته ونه ویل شي

بې ځایه نېوکې کول د ماشومانو پر کمزوري ذهن منفي اغېزې کوي او شخصیت جوړونه یې تر ثاتیر لاندې راولي. ارواپوهان لارښوونه کوي چې پر ماشومانو مو بې ځایه نېوکې او غوسې مه کوئ، ځکه چې هغوی بیا له دا ډول کړنو سره عادت کېږي.

ډېری والدین په داسې حال چې زړه یې نه غواړي، خو بیاهم خپلو ماشومانو ته بده ژبه کاروي چې دا یو ماشوم ته په بدني او ذهني توګه زیان رسوي. کله چې تاسې خپل ماشوم ته وایئ چې (ولې درته نه دی معلوم یا ولې نه پوهېږئ) دا په یو ډول هغوی ته دا پیغام ورکوي، چې هغوی سمه پرېکړه نشي کولی یا کم عقله دی.

دغه راز یوه بله جمله (ته یې پرېږده زه یې خپله کوم) دا هم یوه داسې جمله ده چې د ماشوم حوصله او په ځان باور ختموي، نو کله چې ماشوم ته کوم کار سپارئ، نو بشپړ وخت ورکړئ ترڅو هغوی په آرام سره خپل کار بشپړ کړي.

کله چې ماشومان شوخي یا غلطي کوي نو والدین ورته دا جمله وایي (ته همیشه داسې کوې) دا یوه داسې جمله ده چې له ماشوم چې دا وړتیا اخلي چې هغوی باید په راتلوونکې کې څه وکړي.

کله چې ماشوم خبره نه مني نو هیڅکله ورته دا مه وایئ چې (ستا دا کړنه مې سخت ځوروي) ځکه چې هغوی د ډېرو کمزورو دماغو لرونکې وي او ستاسو په ډول فکر نه شي کولی، نو کله چې داسې کوئ نو ماشوم داسې احساس کوي چې د هغه خوښي او خپګان ستاسو په لاس کې دي.

همدغه راز که چې ماشوم په کومه خبره ژاړي نو والدین ورته وایی چې (دا خو وړه خبره ده) دا ډول جملې د ماشوم احساس ټپي کوي، بلکې هڅه وکړئ چې د هغه مرستندویه ثابت شئ او د احساساتو درناوی یې وکړئ.

دا هم ولولئ

د لاسونو جوړښت مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

لاسونه او پښې د انسان د بدن هغه برخې دي، چې په علمي ژبه ورته …