خپلواک وېبپاڼه (١٧ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي رحمان الله ګربز په نننۍ لوبه کې خطرناکه توپوهنه ترسره کړه او ويسټ انډيز ته يې يو ښه هدف وټاکه.
د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې شل اوريزو په دريمه يا وروستۍ لوبه کې لومړى افغان لوبډلمشر راشد خان د لوبې پچه وګټله او په خپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
حضرت الله ځاځى او رحمان الله ګربز توپوهنې ته راووتل، خو حضرت الله ځاځي پرته د کومې منډې ترلاسه کولو خپله ويکټ له لاسه ورکړه، همدا راز ورپسې کريم جنت په ٢ او ابراهيم ځدراڼ په ١ منډه وسوځېدل. تر هغه وروسته رحمان الله ګربز او اصغر افغان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د افغانستان منډې يې ٩٤ ته ورسولې او اصغر افغان د ٢٤ منډو ترلاسه کولو وروسته له مېدانه بهر شو.
نجيب الله ځدراڼ د رحمان الله ګربز ملګرتيا ته راغى، خو افغانستان ١٢٠ منډې کړې وې چې د رحمان الله ګربز په زړه پورې او چټکه توپوهنه پاى ته ورسېده، هغه د پولارډ په توپ د شاټ وهلو هڅه وکړه او کيمو پاول کېچ کړ. نوموړي ٧٩ منډې ترلاسه کړې، چې دا په شل اوريزو سياليو کې د هغه تر ټولو زياتې منډې هم دي.
په نورو لوبغاړو کې محمد نبي ١٥، نجيب الله ځدراڼ ١٤، راشد خان صفر، ګلبدين نايب ٤ ناسوځېدلې او نوين الحق ٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.
افغانستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې وکړې او د ويسټ انډيز لوبډلې ته يې ١٥٧ منډې هدف وټاکه.
د ويسټ انډيز لپاره شيلډون کوټريل، کيسريک ويليمس او کيمو پاول ٢-٢ او کيرون پولارډ ١ ويکټ ترلاسه کړه.
افغانستان او ويسټ انډيز يوه – يوه لوبه ګټلې ده او دريمه لوبه کې چې هره لوبډله بريا خپله کړي، نو لوبلړۍ به هم په خپل نوم کړي.