کورپاڼه / خپلواک / د هندۍ لوبډلې پخوانى لوبغاړى او د پارلمان اوسنى وکيل ګوتم ګمبير ورک دى
ګوتم ګمبير

د هندۍ لوبډلې پخوانى لوبغاړى او د پارلمان اوسنى وکيل ګوتم ګمبير ورک دى

خپلواک وېبپاڼه (١٧ نومبر ٢٠١٩): د هندۍ کرکټ لوبډلې پخواني توپوهونکي او په ډيلي کې د بهارتيه جنتا ګوند د پارلمان غړي ګوتم ګمبير د ورکېدو انځورونه لګول شوي دي. په دغه انځورونو يا بېنرونو باندې ليکل شوي: ((ايا تاسو دا ليدلى دى؟ په وروستي ځل دا په انډور کې د ځلوبيو خوړلو پر مهال ليدل شوى و. ټوله ډيلي يې په لټه کې ده.))

د يادولو ده چې ګوتم ګمبير د نومبر په ١٥مه نېټه په ډيلي کې د ککړې هوا په تړاو د پارلمان د يوې کمېټې په غونډه کې ګډون نه و کړى، له هغه وروسته د پارلماني کمېټې دغه غونډه لغوه شوه. ځانګړې خبره دا وه چې په ٢٩ غړو کې يوازې ٤ غړي د دغه غونډې لپاره راغلي و.

دغه غونډې ته د نورو ٢٥ پارلماني غړو د نه ورتګ له امله دغه غونډه لغوه شوه او وويل شول چې ياده غونډه به د نومبر په ٢٠مه نېټه بيا ترسره شي.

د بهارتيه جنتا ګوند يا بي جې پي د پارلمان غړى او د هندۍ کرکټ لوبډلې پخوانى توپوهونکى ګوتم ګمبير چې په دغه غونډه کې يې ګډون نه و کړى، تر سختو نيوکو لاندې دى. په ټولنيزو رسنيو کې هم خلک په هغه باندې نيوکې کوي. خلک وايي چې د ډيلي خلک له سختې او بدې ککړې هوا سره په جنګ دي او ګوتم ګمبير بيا په يوه دومره مهمه غونډه کې ګډون نه کوي او بېغمه ګرځي ځلوبۍ خوري.

په ډيلي کې ځايي حکومت د عام ادمي ګوند سره دى، چې هغوى هم پر ګوتم ګمبير باندې سختې نيوکې کړي دي. هغه وايي چې د بهارتيا جنتا ګوند د ککړې هوا په اړه غونډه راوبلله، خو د هغوى خپل خلک هم دغه غونډې ته ورنغلل. هغه زياته کړه، چې د پارلمان غړى ګوتم ګمبير په ټويټر باندې خو خلکو ته نصيحتونه کوي، خو په دغه مهمه غونډه کې يې ګډون ونکړ.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …