کورپاڼه / خپلواک / افغانستان په شل اوريزه لوبلړۍ کې ويسټ انډيز مات کړ
رحمان الله ګربز او نوين الحق

افغانستان په شل اوريزه لوبلړۍ کې ويسټ انډيز مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (١٧ نومبر ٢٠١٩): ځوان او چټک توپوهونکي رحمان الله ګربز او ځوان توپ اچونکي نوين الحق د ويسټ انډيز پر وړاندې افغان لوبډلې ته بريا ور په برخه کړه او افغانستان په لوبلړۍ کې ويسټ انډيز ته ماته ورکړه.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې شل اوريزو په دريمه يا وروستۍ لوبه کې لومړى افغان لوبډلمشر راشد خان د لوبې پچه وګټله او په خپله يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

حضرت الله ځاځى او رحمان الله ګربز توپوهنې ته راووتل، خو حضرت الله ځاځي پرته د کومې منډې ترلاسه کولو خپله ويکټ له لاسه ورکړه، همدا راز ورپسې کريم جنت په ٢ او ابراهيم ځدراڼ په ١ منډه وسوځېدل. تر هغه وروسته رحمان الله ګربز او اصغر افغان په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د افغانستان منډې يې ٩٤ ته ورسولې او اصغر افغان د ٢٤ منډو ترلاسه کولو وروسته له مېدانه بهر شو.

نجيب الله ځدراڼ د رحمان الله ګربز ملګرتيا ته راغى، خو افغانستان ١٢٠ منډې کړې وې چې د رحمان الله ګربز په زړه پورې او چټکه توپوهنه پاى ته ورسېده، هغه د پولارډ په توپ د شاټ وهلو هڅه وکړه او کيمو پاول کېچ کړ. نوموړي ٧٩ منډې ترلاسه کړې، چې دا په شل اوريزو سياليو کې د هغه تر ټولو زياتې منډې هم دي.

په نورو لوبغاړو کې محمد نبي ١٥، نجيب الله ځدراڼ ١٤، راشد خان صفر، ګلبدين نايب ٤ ناسوځېدلې او نوين الحق ٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٦ منډې وکړې او د ويسټ انډيز لوبډلې ته يې ١٥٧ منډې هدف وټاکه.

د ويسټ انډيز لپاره شيلډون کوټريل، کيسريک ويليمس او کيمو پاول ٢-٢ او کيرون پولارډ ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ويسټ انډيز لوبغاړو کې شاى هوپ په دې وتوانېده چې ښه توپوهنه ترسره او ٥٢ منډې ترسره کړي، همدا راز ايوان ليوس بيا ٢٤ منډې وکړې، خو نور لوبغاړي بيا افغان توپ اچونکو پرې نه ښودل چې ډېرې منډې ترلاسه کړي.

ويسټ انډيز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٧ منډې ترلاسه کړې او په ٢٩ منډو يې له افغانستان څخه ماته وخوړله.

افغان توپ اچونکو په لوبه کې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې نوين الحق ٣، مجيب الرحمان، کريم جنت، ګلبدين نايب او راشد خان ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

رحمان الله ګربز ته د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل او کريم جنت ته بيا د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.

د يادولو ده چې د درې شل اوريزو لوبو په لومړۍ لوبه کې ويسټ انډيز او دويمه کې افغانستان بريا ترلاسه کړې وه، د دريمې لوبې په ګټلو سره افغان لوبډلې شل اوريزه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

ياده دې وي چې افغانستان او ويسټ انډيز به يوه ټېسټ سيالي هم ترسره کوي. دغه ټېسټ سيالي به د نومبر په ٢٧مه نېټه پيل او د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …