کورپاڼه / خپلواک / عامر خان په خپل نوي فلم کې د يوه سيک رول لوبوي
عامر خان

عامر خان په خپل نوي فلم کې د يوه سيک رول لوبوي

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ نومبر ۲۰۱۹): د هندي فلمونو نامتو ستوری عامر خان، چې په دې ډېر مشهور دی چې د خپل هر فلم لپاره ډېره زياته خواري کوي او په ځانګړې توګه بيا د خپل کردار په جوړولو کې خو هغه ته (مسټر پرفيکشينسټ) وايي، يعنې هر څه داسې جوړوي، چې هېڅ پکې د ويلو نه وي.

عامر خان دا ځل په (لال سينګ چډها) فلم کې کار کوي او د دغه فلم ثبت د هند په چنديګړ کې پيل شوی دی، چې تازه د دغه فلم يو انځور هم په ټولنيزو رسنيو کې عامر خپور کړی دی چې مينه يې ډېر خوښ کړی دی.

په دغه فلم کې عامر خان د لال سينګ چډها رول ترسره کوي، چې يو سيک دی او د سيکانو له پګړۍ، ږيرې او برېتونو سره عامر خان تازه د دغه فلم انځور خپور کړی دی.


په ټولنيزو رسنيو کې د هغه انځورونو ته ډېری خلکو تبصرې ليکلي دي، د دبنګ په نوم يو کس ورته ليکلي، چې ستا له راتګ سره موږ خوشحالېږو، هر وخت دا فکر کوو چې دا ځل به مو څه ترسره کړي وي. يو بل کس بيا ليکلي، چې هر کردار کې دې کمال کړی دی، د سردار په دې کردار کې هم ډېر ښکلی معلومېږې.

د دغه فلم ايډيا له يوه انګليسي فلم څخه رااخيستل شوې ده، چې ويل کېږي د هند نږدې تاريخ او سترې تاريخي پېښې به پکې وښودل شي. دغه فلم د عامر خان د فلمي شرکت په مرسته جوړېږي او د راتلونکي کال د کرسمس په ورځ به نندارې ته وړاندې کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …