کورپاڼه / بېلا بېل / د پښو د ګوتو ترمنځ فاصله مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

د پښو د ګوتو ترمنځ فاصله مو د شخصیت په اړه څه وایي؟

ارواپوهان وایي چې د انسان د لاس او پښو ګوتې د هغه د شخصیت په اړه ډېر څه لري. خو دلته موږ په دې اړه خبرې لرو چې ډېر شمېر خلک د پښو د ګوتو ترمنځ فاصله لري، په دې اړه ارواپوهان څه نظر لري؟

ارواپوهان وایي چې د پښې د اولې او دویمې ګوتې ترمنځ فاصله او نه فاصله د ژوند د ملګري په اړه د راز څرګندونه کوي.

د هند مشهور نجومي په دې اړه وایي چې د ډېرو خلکو په پښو کې په دوه ډوله طریقو سره ګوتې وي، یو یې هغه چې له دویمه ګوته یې یو څه غټه وي او په ځینو کسانو کې د پښې لومړنۍ ګوته د دویمې ګوتې څخه کوچنۍ وي.

نو هغه څوک چې د دویمې او لومړۍ ګوتې ترمنځ یې فاصله موجوده وي، هغه شخص له خپلو احساساتو د تښتې هڅه کوي او که چېرته دغه ګوتې سره نږدې او نښتې وي نو مطلب دادی چې دغه شخص جوړ جاړی کولی شي او یوځای کار کول خوښوي.

د یادولو وړ ده چې نجومیان په دې اړه وایي چې له پنځه زره کلونو راهیسې په هند او چین د پښو د ګوتو تمرینات ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

سلیکا جیل څه شی دی او ګټې یې څه دي؟

د درملو په ډېرو بوتلونو کې یو کوچني غوندې پاکټ هم ایښودل شوي او لارښوونه …