کورپاڼه / بېلا بېل / هغه سړی چې د کال ۳۰۰ ورځې ویده وي
ویده سړی

هغه سړی چې د کال ۳۰۰ ورځې ویده وي

یو سړی به نو تر څومره ډېر خوب وکړي؟ خو تاسې به د دې په اورېدو ډېر حېران شئ چې په هند کې یو سړی د کال ۳۰۰ ورځې په خوب تېروي. د دې سړي د دومره ډېر خوب وجه دا نه ده چې خوب یې خوښ دی، بلکې هغه په یوه داسې ناروغۍ اخته شوی دی چې له امله یې ویده وي.

د هندي رسنۍ (انډیا ټایمز) د راپور په وېنا، دا ۴۲ کلن سړی پورک رام نومېږي، چې د هند د راجستان ایالت د ناګور ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

په راپور کې راغلي دي، چې پورک رام د ایکسس هاپر سومنیا Axis Hypersomnia ناروغي لري. هغه خپل ټول کارونه په خوب کې ترسره کوي، لکه لامبل، ډوډۍ خوړل او نور کارونه کول، د هر کار کولو پر مهال هغه ویده وي.

هغه سړی چې ډېر خوب کوي

هسې خو خلک د ورځې ۶ یا ۸ ساعته خوب کوي، خو پورک رام بیا له ۲۰ څخه تر ۲۵ ورځو پورې ویده وي. په هغه کې د دې ناروغۍ تشخیص ۲۳ کاله مخکې شوی دی، هغه په خپل کلي کې د خوراکي توکو پلورنځی لري، خو په میاشت کې دا دوکان شاوخوا ۵ ورځې خلاصوي، پاتې ورځې هغه ويده وي.

د هغه مېرمن وايي، چې پورک رام ډوډۍ خوړل، تشناب ته تلل، لامبل او نور ټول کارونه په خوب کې کوي. کنوري دیوي وايي، چې د خاوند د درملنې سره یې ناروغي لا هم زیاته شوې ده، خو هغه هیله منه ده چې یوه ورځ به یې خاوند روغ شي او بېرته به عادي ژوند پیل کړي.

دا هم ولولئ

سلیکا جیل څه شی دی او ګټې یې څه دي؟

د درملو په ډېرو بوتلونو کې یو کوچني غوندې پاکټ هم ایښودل شوي او لارښوونه …