کورپاڼه / خپلواک / انجلينا جولي: بيا به هېڅ کله واده ونه کړم
انجلينا جولي او براډ پټ ۱

انجلينا جولي: بيا به هېڅ کله واده ونه کړم

خپلواک وېبپاڼه (۱۸ نومبر ۲۰۱۹): د هالي ووډ يا انګليسي فلمونو نامتو ستورې انجلينا جولي ۳ کاله مخکې له اداکار براډ پټ نه طلاق اخيستی و، خو هغه اوس هم د خپل واده تراخه يادونه نه دي هېر کړي او وايي چې په ژوند کې به هېڅ کله هم واده ونکړي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وينا، چې انجلينا جولي د خپلو ماشومانو د ژوند تباه کولو ذمه وار بريډ پټ ګڼي، خو هغې تازه په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې نوموړې هېڅ کله هم نه غوښتل چې له براډ پټ سره واده وکړي.

ځينو سرچينو ويلي دي، چې له براډ پټ سره د واده ختمولو پر ځای انجلينا جولي په دې ډېره خپه ده چې هغې هېڅ کله هم نه غوښتل چې له براډ پټ سره واده وکړي. دغه سرچينې زياتوي، چې براډ پټ پرې د واده لپاره فشار اچولی و، خو د واده د ناکامې تجربې نه وروسته انجلينا جولي پرېکړه کړې چې بيا به په ژوند کې واده ونکړي.

جولي وايي، چې د براډ له چلند نه يوازې دا چې د دې خپل ژوند متاثره شو، بلکې د هغې د ماشومانو ژوند يې هم متاثره کړو. هغه وايي چې زه غواړم د خپلو ماشومانو سره کوم بل هېواد کې ژوند وکړم، خو زه اوس ا هم نه شم کولای، ځکه زه بايد هماغه هېواد کې ژوند وکړم، چرته چې زما د ماشومانو پلار دی.انجلينا جولي او براډ پټ ۲

هغه وايي چې د ماشومانو په سر به يې تل له براډ پټ سره جنګونه کېدل. جولي وايي چې براډ پټ غوښتل چې ماشومان دې ټول وخت په يو ځای کې تېر کړي، خو ما غوښتل چې هغوی دې بېلا بېل هېوادونه وګوري، نورې ژبې دې زده کړي تر څو په ژوند کې له نوو تجربو سره مخ شي.

د يادولو ده چې انجلينا جولي او براډ پټ په ۲۰۱۴ کې واده وکړ، خو د دوی ترمنځ يارانه له ۲۰۰۵ نه روانه ده. دواړو د ۶ يتيمو ماشومانو پالنه هم کوله او د دوی ترمنځ حالات هم هغه وخت خراب شو چې ماشومانو ته به يې وخت نه ورکاوه او همدا راز براډ پټ بيا له جولي سره تاو تريخوالی کړی و.

د ۵۵ کلن براډ پټ له انجلينا جولي نه مخکې د جينيفر انسټن سره اړيکې وې، دواړو په ۱۹۹۸ کې يارانه پيل کړې وه چې په ۲۰۰۰ کال کې يې واده وکړ. د دوی دواړو واده يوازې ۵ کاله مخکې لاړ او په ۲۰۰۵ کې دواړو خپلې لارې بيلې کړې.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …