کورپاڼه / سياست او روانې چارې / نبیل: که صالح رښتیا وايي، حکومت دې رسمي اعلامیه خپره کړي
رحمت الله نبیل او امرالله صالح

نبیل: که صالح رښتیا وايي، حکومت دې رسمي اعلامیه خپره کړي

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د هغه خبرو، چې ویلي یې و د پاکستان هوايي ځواک رسما اعلان کړی دی چې د طالبانو څخه د سپین بولدک په نیولو کې به دوی غبرګون ښکاره کړي، ویلي دي، که چېرته صالح رښتیا وايي، نو حکومت دې رسمي اعلامیه خپره کړي.

امرالله صالح تېره ورځ په خپل ټویټر اکاونټ کې دا خبره کړې وه، چې وروسته یې پراخ غبرګونونه راپورته کړل، هغه لیکلي و، چې د پاکستان هوايي ځواک د افغان پوځ او هوايي ځواک ته رسمي اعلان کړی دی چې که د سپین بولدک لاره کې د طالبانو د شړلو لپاره هر ډول حرکت وکړي، د دوی له خوا به له سخت غبرګون سره مخ شي.

اوس د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله په خپل ټویټر کې لیکلي دي، که چېرته د هغه څرګندونې رښتیا اوس مې وي نو حکومت باید په دې اړه یوه رسمي اعلامیه خپره کړي، لویه جرګه دې راوغواړي او په دې تړاو دې ملي پرېکړه وشي. رحمت الله نبیل وايي، که دا کارونه ونه شي، نو بیا دا یو شعار او فیسبوکي کمپاین دی چې صالح یې د ځان لپاره کوي.

د یادولو ده چې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له یاد ټویټ وروسته یو بل ټویټ هم کړی دی او په هغه ټویټ کې یې د ثبوتونو د خپرولو خبره کړې ده.

همدا راز یو شمېر سیاسي شنونکو هم بیا د امرالله صالح د دغه خبرو په غبرګون کې لیکلي دي، چې حکومت دې په رسمي ډول په یو خبري کنفرانس کې دغه ثبوتونه رسنیو ته وړاندې کړي.

دا هم ولولئ

امنیتي ځواکونه

نن شپه ۹ بجې به د امنیتي ځواکونو په ملاتړ د کابل اسمان د (الله اکبر) له نعرو ډک شي

نن شپه ۹ بجې په کابل کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ …