کورپاڼه / روغتيا / د بدن هغه برخې چې ویښته یې ایستل خطرناک وي

د بدن هغه برخې چې ویښته یې ایستل خطرناک وي

د ځینو ښځو پرمخ چې لږ غوندې ویښتان هم راڅرګند شي، نو خلک ورته له ملنډو سړی وایي، چې بیا په همدې سبب په ژور خپګان اخته کېږي. دغه راز که چېرته د چا پرمخ اضافي ویښتان راښکاره شي نو خلک یې ناروغ ګڼي.

او دا هغه وي کله چې د خلکو په خبرو پسې ډېر وګرځو. همدغسې ځینې کسان د پوزې د ویښتو په سبب اندیښمن وي چې بیا یې په بېلابېلو طریقو سره وباسي، خو باید په یاد وساتل شي د بدن له ځینو برخو د ویښتانو ایستل خطرناک وي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د بدن په دریو برخو کې ویښتان ډېر حساس وي، نو که چېرته هغه وایستل شي نو ممکن د مړینې سبب هم وګرځي په هغې کې د پوزې، غوږ او د بڼو ویښته شامل دي.

د پوزې دننه ویښته باید هیڅکله په ریزر یا ویکسو ونه ایستل شي، خو که د قینچۍ په مرسته ایستل کېږي نو هیڅ ستونزه نشته خو په ریزر یا بلې طریقې د وینې د رګونو ته زیان رسېږي.

همدغه راز ځینې نارینه د غوږ په دننه برخه کې ویښته لري چې ایستل یې ممکن تاسې د اورېدو له حسه محروم کړي یاهم ممکن د غوږ پرده در وشلوي او د بڼو ایستل هم د سترګو ناروغي پیدا کوي او له ستونزو سره مو مخ کوي.

دا هم ولولئ

مڼه او د مڼې جوس تر کومه حده ګټور وي؟

د مڼې د ورځني استعمال په اړه خو ډېر روایت او مقولې جوړې شوي چې …