کورپاڼه / هنر او کلتور / فرزانه ناز د (افغاني تړکا) ویډیو یوه برخه خپره کړه
فرزانه ناز

فرزانه ناز د (افغاني تړکا) ویډیو یوه برخه خپره کړه

د هېواد مشهورې سندرغاړې او اداکارې فرزانه ناز په لومړي ځل په یوه هندۍ سندره کې کار کړی دی، خو دا سندره د هغې په غږ نه ده ثبت شوې، بلکې هغې پکې د یوې موډلې یا نڅاګرې په توګه راڅرګنده شوې ده.

نوموړې د دغه سندرې یا ویډیو یوه کوچنۍ برخه په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپره کړې ده، چې (افغاني تړکه) نومېږي. دا سندره د ریتو پاټک په نوم سندرغاړې ویلې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Farzana Naz (@farzananazofficial)


د فرزانه ناز په انسټاګرام اکاونټ کې د دغه سندرې یا ویډیو دا کوچنۍ برخه تراوسه پورې ۴۰ زره کسانو کتلې ده او ډېری کسانو لایک کړې او تبصرې هم پرې کړې دي.

همدا راز نوموړې بیا په یو بل پوسټ کې یو عکس خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې دا سندره به د جولای په ۱۹مه نېټه د ورځې ۲ بجې خپره شي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Farzana Naz (@farzananazofficial)


د یادولو ده چې فرزانه ناز څه موده کېږي د هند په ممبۍ کې ژوند کوي او دا یې لومړی ځل دی، چې په یوه هندۍ سندره کې راښکاره کېږي.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …